(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۴) د افغانستان د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، چې ايران په هرات ولايت کې د سنګان وسپنې د يو کان د استخراجولو غوښتنه کړې ده.
هغې ويلي، په هرات ولايت کې د ايران سره په پوله د سنګان وسپنې کان چې ايران خپله برخه کان استخراج کړی اوس غواړي چې د افغانستان برخه کان هم استخراج کړي.
د نهان په وينا، ایراني چارواکو ورنه غوښتي چې د دوی د وسپنۍ ماشینرۍ اوس مهال په نوموړي کان کې شته او که افغانستان د خپلې وسپنې استخراجول غواړی نو له دوی سره دې هوکړه وکړي ترڅو يې د استخراجولو چارې پيل کړي.
هغه وايي، په دې اړوند په کابل کې د ايران له سفير سره هم څو ځلې خبرې شوي په خبره يې چې د نوموړي غوښتنه يې له مشرانو سره شریکه کړې او که يوې پايلې ته ورسېږي نو وروسته به يې له رسنيو سره هم شريکه کړي.
خو د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، چې افغان حکومت په تګلاره کې د کانونو استخراجول بايد په هېواد کې پروسس شي.
د کانونو متخصصين وايي، که د معادنو سروې او استخراج د حکومت تر څارنې لاندې ترسره شي نو ګډه يې زياته ځکه په وينا يې په زياتره کانونو کې قيمتي منرالونه او ډبرې هم پيدا کېږي چې د بهرنيو کمپنيو د استخراج په وخت بيا د هغو ډبرو يا منرالونو یادونه نه کېږي او ګټه يې بهرنۍ کمپنۍ ته ځي چې دا د هېواد په زيان تماميدلای شي.


















