کندهار کې د لومړي ځل لپاره د ملي اردو سیمیز ځواکونه جوړیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۴ فرید افغان)

د کندهار ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د ملي اردو د سیمیزو ملیشو پیل به له کندهار ولایت څخه کیږي.

د دې ولایت والي زلمی ویسا وایي؛ د دې ځواکونو پیل به په ازمایښتي ډول د دې ولایت د ارغنداب او ژیړۍ له ولسوالیو وشي.
ویسا وویل؛ د امنیت په ټینګښت کې د سیمیزو ملیشو رول اغیزمن اټکل شوی او له اړوندو ادارو یې د هغوی د ښه روزلو غوښتنه کړې.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق هم د یادو ملیشو جوړول د امنیت د خوندیتابه او د ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره ښه ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی به د یادو ځواکونو سره همکاري ته دوام ورکړي.
د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستيال بیا وویل چې دغه سيمه ایزو ځواکونه به له اکاډمۍ څخه تر فارغیدو وروسته دندو ته لېږل کېږي.
د دفاع وزات ویلي چې د دغو ځواکونو معاش به د ملي اردو د نورو ځواکونو له معاش څخه ۱۵٪ سلنه کم وي، خو دا ځواکونه به د ملي اردو د ځینو امتیازاتو څخه برخمن وي.

د طرحې تر مخه، د نوې ملیشې شمیر به د افغانستان په کچه ۲۰ زره تنه وي چې مدیریت به یې د دفاع وزارت پر غاړه وي او د ملي اردو هغه پخواني افسران او سرتیري به پکې وي چې په ملي پوځ کې یې د کار موده پای ته رسیدلې ده.

باید وویل شي چې د محلي پولیسو( اربکیانو) لمړنۍ اختراع د غزني له اندړو ولسوالۍ نه شوې وه او شمیرې ښیي چې یواځې د دې ولسوالۍ ۶۰۰ ځوانان د اربکیانو په نامه ملیشو کې وژل شوي دي چې اوس به د نویو سیمیزو ځواکونو پیل له کندهار څخه وشي خو لا هم معلومه نه ده چې دا ځواک به کومې لاسته راوړنې ولري که به د اربکیانو په څیر ثابت شي.

د بشر حقوقو ادارې یو څیړونکي پاتریسا ګوسمن ویلي، چې ښایي دا ملیشې د ولسي خلکو په ځورولو او د یو تیري ګرې ډلې په توګه راڅرګنده شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button