(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۴ فرید افغان)
د امریکا لوړپوړي چارواکي وایي چې په ازبکستان کې د افغان سولې په تړاو کیدونکي کنفرانس ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې الیز ویلز ویلي چې غونډې ته په لوړه کچه تیاری نیول شوی او ټاکل شوې د دې هیواد نوی د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پکې ګډون وکړي.
ویلز ویلي په دې ناسته کې به د امریکا په ګډون چین ،روسیه،افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د سازمان غړي هم ګډون ولري.
د ولسي جرګې غړې شیکبا هاشمي وایي؛ امریکا غواړي له دې ډول ناستو یواځې تبلیغاتي ګټه پورته کړي او په خبره یې چې که امریکا ونه غواړي هیڅکله سوله نه شي راتلای.
د ولسي جرګې بل غړي محمد عالم ایزیدیار هم دا خبر مني او زیاتوي چې ملګري ملتونه لاهم د افغان سولې لپاره قوي اراده نه لري.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې ویلي چې طالبانو ته یې په دې ناسته کې دګډون بلنه ورکړې او هغوی ورته لا هم مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې د ملي یووالي حکومت چارواکو ویلي و، چې طالبانو ته په یاده ناسته د ګډون هیڅ بلنه نه ده ورکړل شوې او یواځې دوی به د نړیوالو سره د افغانستان د معضلې په باب خبرې کوي.
امریکایي چارواکو ویلي چې د ازبکستان غونډه به له سیاسي پلوه او د اندونیزیا غونډه به له شرعي پلوه پر طالبانو فشار زیات کړي


















