مطیع الله حلیمی
کله چی دملی یوالی حکومت رامنځته شو نوداحکومت داشرف غنی اوداکترعبدالله په مشری له لمړیو ورځو په هراړخیزه توګه له ناکامی سره مخ وو. سیاسی بی ثباتی سربیره دکندز ولایت سقوط وکړ اویوشمیرنورولایتونه دسقوط په درشل ولاړ وو نور نو هیچا دنظام پربقا باورنه درلود.
داشرف غنی پاڼي هم ورڅ تربلی ژیړیدی.
دانوهغه وخت وو چی دامریکا دهغه وخت ولسمشر بارک اوباما دي پایلي ته رسیدلی وو چی دافغان جګړه دګټلونه ده اوباید دپښوسپکولو یوه ابرمندانه لاره ومومي.
خوکله چی ډونالډټرمپ دامریکا ولسمشرشو نودی چی له سیاسی اونظامی نړی لری پاته شوی یوبی تجربي اورویایی شخصیت لري اوپه عین حال کی مغرور اومتعصب انسان دی نوهمدغه ځانګړتیاویی سترګي ورپټی کړي اوپه افغانستان کی دجګړي دګټلو خوب یی لیده نویی په دي هیواد جګړیزه ستراتیژی اعلان کړه.
ددي ستراتیژی له اعلان سره سم اشرف غنی یوځل بیا راوغوړید. طالبانو ته په ګوتسنډنه کي ترټرمپ هم مخی ولاړږ
اشرف غنی په دي فکرکي دی چي دامریکایانو بی رحمه بمباری اووحشت به افغانان تسلیمۍ ته مجبور اوغربي نظام به پری ومني.
خوداسي شکاری چی دټرمپ له باده ډکو خبرو اشرف غنی نیشه کړی. اوداسی یی نیشه کړی چی نه په تیرو فکرکوي او نه دراتلوونکي غم کوي. که نه نوهر په سد انسان په دي پوهیژی چی داهغه جګړه ده چی دجورج بوش په څیر سخت زړی اوجنګ غوشتونکی شخص چی په ظلم اوتجاوز کی ورته ټرمپ نسوار هم ندی، ددي جګړی له ګټلو عاجز شو.
اوهمداراز کله چی بارک اوباما دامریکا ولسمشر شو نوترټرمپ نه یی څوبرابره زیات دافغان جګړي دګټلوشوراوشوق درلود.
اوباما دواک په لومړیو کي ترټرمپ خورا زیات پخپلی نظامي بریا باوري وو. نوزکه یی افغانستان ته ددیرشزرو اضافی سرتیرو درالیږلوپریکړه یی وکړه.
خوکله چی یی ځمکنی حقایق ولیدل نو ورته معلومه شوه چی داجګړه دګټلو نده .نویی په خپله ماته اوبی وسۍ اعتراف کړ.
خواشرف غنی اوملګرویی داهرسه له یاده وتلي اودټرمپ څلوریاپنځه زرو اضافی سرتیرو سره دخپلي بقا خوبونه وینی.
خولکه څنګه چی می وویل اشرف غنی اوس نیشه دی. خودانیشه به یی هغه وخت وپریژی چی دلیوني ټرمپ عقل سرته راشی اودخوبونوله اسمانه ځمکني حقایقوته ورسیږی اوژرده چی داسی به وشی. انشاالله
خواشرف غنی به بیاهغه وخت په سد شی اوسوله به غواړي خودسولی وخت به ده په نیشه کی تیرګړی وي.
بیابه نه جګړه کولی شی اونه هم سوله . بیابه یی زړه وي اوکه نه وي ولس به تري حساب اخلی.


















