د ولسي جرګې غړي: امنيتي مسئولين بې کفايته او له خپلو دندو بې پروا دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۴) د ولسي جرګې غړي وايي، امنيتي مسئولين بې کفايته او په خپلو دندې کې د بې پروايۍ له کبله ځينې پېښې رامنځته کېږي.

په کابل او هلمند کې د وروستيو پېښو په غبرګون کې د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، چې د هلمند پېښه د امنيتي مسئولينو د بې کفايتۍ او د هغوی د غفلت له امله رامنځته شوې ده.

دغه راز د جرګې غړې شکيبا هاشمي وويل، وسله وال د امنیتي ځواکونو په ليکو ځای پر ځای شوي او هره ورځ خپل هدفونه په نښه کوي په خبره يې چې د ښارونو په منځ کې د چاودنو ترسره کېدل امنیتي مسئولينو ته د شرم وړ خبره ده.

د جرګې يو بل غړی رمضان بشردوست بيا وايي، د امنیتي ادارو په رائس کې بې کفايته او نا مسلکي کسان شتون لري چې له امله يې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

د جرګې يو شمير غړو وويل، چې د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رئيس دې استيضاح شي.

په وروستيو کې په کابل کې امنیتي مسئولينو ويلي و چې د کابل ښار امنيت ښه کولو لپاره يې جدي اقدامات کړي او امريکايي چارواکو هم د کابل ښار د امنيت ښه کولو په موخه له امنيتي مسئولينو سره د همکارۍ ژمنه کړې وه.

خو د نوي کال په لومړۍ ورځ د کابل په کارته سخي سيمه کې د يوې چاودنې له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز تېره ورځ په هلمند کې يوه لوبغالي ته څېرمه د يوې چاودنې پر مهال پنځلس تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

که څه هم د هلمند چاودنې مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی خو د کابل چاودنې پړه داعش ډلې منلې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button