د فوټبال توپ فضا ته ولېږدول شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۷):د تېرې جمعې پر ورځ یو روسي او دوو امریکایانو د فوټبال له توپونو یو توپ فضا ته ولېږداوه.
د فوټبال له توپونو هغه توپ فضا ته غوره شوی و، چې سږ کال د فوټبال نړیوالې سیالۍ به پرې ترسره شي.
د قزاقستان له فضايي ادارې«سویز ام. ایس۸ M.S _ 08» نه د تېرې جمعې په ورځ دغو درې فضا ختونکو له ځانونو سره یو توپ هم یوړ او ټاکل شوې ده، چې په فضا کې له درې ورځو تېرېدو وروسته به بېرته راوګرځي.
د فوټبال سږنۍ نړیوالې سیالۍ په مسکو کې ترسره کېږي، چې د راتلونکي غبرګولي میاشتې پر ۲۴مه به پیل شي.
په مسکو کې سږنیو سیالیو ته له تېرو دوو کلونو راهیسې چمتووالی روان دی، چې په دغو سیالیو کې به د اسیا، امریکا او اروپا لوبډلې برخه واخلي.
فوټبال تراوسه په نړۍ کې د ډېرو وګړو په زړه پورې لوبه ده؛ خو په اسیايي هېوادونو کې ډېری خلک له کرېکټ سره مینه لري.



