(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۵ فرید افغان)
له کندوز ولایت څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت په دشت آرچي ولسوالۍ کې یوې ډلې اربکیانو د خپلو نورو ملګرو پر کورونو چاپه اچولې او پر ښځو یې جنسي تیری کړی.
د محصلین ویبپاڼې د راپور تر مخه؛ د پیښې دوو تنو قربانیانو عبدالباقي او اسماعیل رسنیو ته ویلي چې؛ پولیس له ۷ نیمو بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو پورې ددوی له ښځو سره په کور کې پاتې شوي، بیا تللي او دوی دواړه یې هم له ځانه سره وړي .
دوی وایي؛ تللي اربکیان وروسته له نورو پولیسو سره راغلي او پر ښځو یې تر سهاره جنسي تیری کړی ، د هغوی زیورات یې غلا کړي او یو کلاشینکوف یې هم ترې وړی دی.
د دې ولایت د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي مني چې پر یادو ښځو ډلییز جنسي تیری شوی او.په وینا یې ، چې تېره شپه د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د سیمه ییزو پولیسو دوه اړوند ښځې د سیمیزو ځواکونو لخوا تر جنسي تېري لاندې راغلې دي.
حمیدي د دوو تنو سیمیزو پولیسو د نیولو خبر هم ورکړی دی.















