روسیه: په سوداګریز مرکز کې د اور لګیدنې له امله۳۷ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۶ فرید افغان)
د روسیې د کروموف ښار په یوه سوداګریز او تفریحي مرکز کې اور لږیدنې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي.
د روسیې د حوداثو ادارې خبر ورکړی چې د «زیمنایا ویشنیا» په نامه سوداګریز او تفریحي مرکز کې د اور لګیدنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه ټپیان دي.
خبر زیاتوي؛ د اور لګیدنې له امله ۶۹ تنه ورک دي چې ۴۰ تنه یې ماشومان و.
د یاد خبر تر مخه؛ اطفایه لا هم هڅه کوي تر څو اور لګیدنه قابو کړي خو لا هم عملیات روان دي.
د اناتولیا خبري اژانس وایي؛ د اور لګیدنې عامل نه دی معلوم خو یاد مرکز په بشپړه توګه سوځیدلی د سینما د سالون چت پر خلکو غورځیدلی او لسګونه تنه یې وژلي.
همداراز د ماشومانو تفریحي مرکز هم بشپړ له منځه تللی دی



