اوچا: پرکونړ ولایت د پاکستانی ځواکونو د راکیټي بریدونو له امله زرګونه کسان کډوالۍ ته اړ شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری۸ فرید افغان)

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو د راکیټي بریدونو له امله یواځې په دانګام ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې.
اوچا ویلي ؛ لا هم دا بریدونه دوام لري او افغان حکومت ورته کوم بالمثل ځواب نه دی ورکړی .
اوچا وایي؛ له دانګام څخه څه د پاسه ۳ زره کسانو خپل کورونه پریښې او خوندي سیمو ته یې پناه وړې.

اوچا داسې مهال دا راپور خپروي چې تیره ورځ هم پر کونړ ۱۱۰ توغندویز بریدونه شوي و ،چې له امله افغان چارواکو د باکستان شارزدافیر احضار کړی و.

د اوچا په راپور کې د کونړ د نورو ولسوالیو یادونه نده شوې خو د دې ولایت چارواکي بیا وایي چې د تیرکال په موده کې له سرکاڼو، شلتن، ناړۍ او مرورې ولسوالیوڅخه ۹۰۰ کورنیو خپل کورونه نقل کړي دي.
د کونړ چارواکي وایی چې د دې بریدونو له امله ۶ ښوونځي هم تړل شوي چې د تخمین له مخې زرګونه زدکونکي به سږکال د دې ولایت په سرحدي سیمو کې له زدکړو بې برخې وي.
که څه هم د دفاع وزارت خپلو منسوبینو ته د بالمثل ځواب ورکولو د امر خبر ورکړی خو د کونړ ځایي چارواکو په ځلونو ویلي چې حکومت ورته ویلي چې پاکستاني پوځ ته دې هغه مهال ځواب ورکړي کله چې د دوی پوستې یې نښه ګرځولې.
تر اوسه د دې ولایت سرحدي ساتونکو د هیڅ باالمثل ځواب غبرګون نه دی ښودلی چې دلیل یې د مرکزي ادارې له خوا د اجازې نه ورکول ښودل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button