سولې راشه

له مودو دې په آرمان یوو سولې راشه ; درپسې بلها پرېشان یوو سولې راشه

عمر عمري خوستی

له مودو دې په آرمان یوو سولې راشه

درپسې بلها پرېشان یوو سولې راشه

تږي زړونه مو وصال باندې سېراب کړه

کړولي ډېر هجران یوو سولې راشه

در پـه در خـاورې پـر سـر یـوو دردیـدلـي

غـمـځـپـلـي افـغـانـان یوو سولې راشه

مورې! بیا یې جوړ کړو شور طیارې راغلې

مونږ ویرېږو ماشومان یوو سولې راشه

رانــه تـلـلـی پــســرلــی دی اوس پـه غـیـږ کـې

د وحشت سپېره خزان یوو سولې راشه

ته لیلا مو د ژوندون یې ته سکون یې قدرمنې

مونږ د واړه مجنونان یوو سولې راشه

هــر یــو ځــوان مــو (عُــمــري) د مــلــت وایــي

له جنګو ځنې ستومان یوو سولې راشه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button