اپرېل فول څه شی دی؟

د اپرېل فول په اړه مختلف نظرونه شته دی خو موږ له هغو دؤو یادؤنه کؤو چې مستند دي
ـ ۱ اپرېل دلاطیني ژبې د Aprilis یا Aprire له کلمو اخیستل شوی دی چې معنا یې دغوټیو او یا دګلونو غوړېدل دي
رومیانو به دپسرلي موسم په پیل کې دشرابو ددیوتا عبادت کاؤه او په ګډه به یې شراب څکل، ګډېدل به، محفلونه به یې کؤل او یو او بل یې په مختلفو حیلو تېر باسل. دغه مېلې او مستيانې ورو ورو په کلني دود بدلې شؤې او په مرور دزمان یې مینؤال زیات شؤه چې بالاخره د اپرېل لومړنۍ نېټه په غربي هېؤادونو کې دخطاء باسلو نړیواله ؤرځ انتخاب شؤه
تر دې وروسته د اپرېل په هره لومړنۍ ؤرځ غربیان غیر اخلاقي حرکات کؤې او تمام انساني کرامات پایمالؤی
د افسوس ځای دی چې داسې نازیبا دود اوس اسلامي ټولنو ته سرایت کړی، په مسلمانانو کې په تدریجي ډؤل مرؤج کیږي او مسلمان ځلمیان ناخبرۍ کې د غرب په تقلید خپل نږدې ملګري مسخره کؤي
ـ ۲ عیسایي پوځونو چې د اسپانیې وروستی ښار او پایتخت غرناطه ونیؤله دمسلمانانو دومره وینې یې وبهؤلې چې دعیسایي واکمن د آس پښې په وینو سرې شوې. په دغو یې بسنه ونه کړه او دغرناطې هغه مسلمان واکمن چې له دوی سره یې سوله کړې ؤه لومړی یې هغه له غرناطې مراکش ته وشاړه، او بیا یې په هغو مسلمانانو تورې پورته کړې چې دمعاهدې مطابق په غرناطه کې پاته ؤل
ډېر یې ؤوژل او لږ شمېر په ښار کې پټ او پناه دعیسویانو په نومانو مېشت شؤه
عیسوي جنرالانو دمسلمانانو دپیدا کؤلو لپاره په ښار کې داسې اعلانونه ؤکړه:
هغه مسلمانان چې غرناطه کې پاته دي او دحکومت په ناخبرۍ کې دعیسوي پوځیانو له لاسه ځوریږي، د اپرېل په لومړۍ نېټه دې دښار لوی پنډغالې ته ورټول شي ترڅو خوندي او سلامت اسلامی هېؤاد مراکش ته واستؤل شي
الحمراء ته څېرمه سترې سترې خېمې ولګېدلې او له هرې خوا مسلمانان راتلل او خېمو کې مېشتېدل
د اپرېل په لومړنۍ ؤرځ بحري کښتیو ساحل کې لنګر واچاؤه او ټول مسلمانان سپین ږیري، زنانه، معیوبین، ماشومان او ځوانان له بلا هیلو او امیدونو سره په ساحل ولاړو کښتیو ته پورته شؤل
عیسؤي جنرالان دشرابو په نشه مست کښتیو ته ودرېدل، په خولو یې شیطاني موسکاؤې خپرې وې او مسلمانو ښاریانو ته یې الوداع وویل
کښتۍ له ساحل وښورېدې او کله چې د بحر منځ ته ورسېدلې له پلان سره سم ټول مسلمانان بحر ته وغورځؤلی شؤه.
عیسؤیانو دمسلمانانو په بېوقوفه کؤلو او له منځه ؤړلو جشن جوړ کړ او تر دې وروسته اسپانؤیانو هر کال دا ورځ د آپرېل فول په نوم لمانځله. همداسې د اروپا په نورو هېؤادونو کې هم دغه ورځ دمسلمانانو په تېر ایستلو او ختمؤلو دخوشحالۍ په توګه لمانځل پیل شؤه او د First April Fool نوم یې ورکړ.



