صفي الله رائد
فکر نه کوم؛ چې له هر وحشت وروسته دې یواځې قلم پورته کول بسنه وکړي.
څه ووایم، چې یواځې په لیکلو او لیکنو دې یرغلګر ووځي او ګران افغانستان دې ازاد شي.
خاوره دې خپلواکه شي، ظلم، وحشت او بربریت ته دې د پای ټکی کېښودل شي.
یواځې په شعارونو دې کار وشي، یواځې په رسنیزو ډنډورو دې اکتفاوشي!!!
هو! نور وخت را رسېدلی چې د کفر پر خلاف باید هرې ممکنې وسلې او سیلې ته لاس کړو؛ یواځې په لیکلو څه نه کېږي او نه هم په لیکنو پلورل شوي خلک او خاوره ازادېږي.
آزادي د قلم د سیاهي تر څنګ د وینو رنګ ته اړتیا لري.
سر ښېندلو ته اړتیا لري، وجود په اور ستي کولو ته ضرورت دی.
هو! ازادي داسې نه راځي!.
ازادي قرباني غواړي، خپلواکي سرونه غواړي، دتن غوښې غواړي، وینې غواړي… بیابه ازادي راځي.
هو که راکېټ مو پورته نه کړ، ډېر ژر به قلم هم کېږدو؛ ټوپک مو د قلم ژغورنۍ ستره وسیله ده خو که مونږ پوه شو ، خو! نه پوهېږم، کله به پوهېږو، کله به خبرېږو.
هره ورځ درجن ـ درجن وژل کېږو خو بیا هم لا بیده یو، لاهم نه ویښېږو. دومره په غفلت ککړ خوبولی مخلوق مې چېرې هم نه و لیدلی؛ چې وي ویده؛ خو ځانونه دې ویښ وبولي.
ودونه مو بمبار شول، جنازې مو په نښه شوې مونږ چپ شو او دادی نن مو مدرسې هم په نښه شوې. تنکي، تنکي نوي فاضلان مو په سرو وینو لت پت شول خو ځینې خیاطان ورته لا هم دلایل لټوي.
وایي: په کندوز کې مو د کوټې شورا غړي وژلي. حال داچې نن سبا عادي طالبان تر پنځو زیات یوځای نه ګرځېږي، نو د کوټې شورا به بیا څنګه سره یوځای شي؟ هغه هم پوره دوسوه کسان!!!
ښه دا به هم سره ومنو، چې نن مو د ستاربندي نه، بلکې کوټې مهم مشران مو ووژل،
نو بیا خو دې داهم ورسره ووایي چې: د کوټې شورا ټول غړي نن پر یوځای په نښه او په وژلو سره یې مونږ خپل ستر هدف ته ورسيدو اوکیسه هم ختمه شوه.
دوی خو هره اونۍ پر ولسي خلکو تر یو ستر برید وروسته همدا یوه درواغجنه ادعا تکراروي، وایي: دکوټې شورا غړي مو په نښه کړل. حیران یم دا دکوټې شورا لا څومره پراخه ده چې دا لس کاله کېږي چې نېږدې هره ورځ لسګونه کسان ددوی وژل کېږي مګر دوی نه ختمېږي. عجیبه کیسه روانه، په یوې عجیبه لومه کې راګير ولس یو؛ تل د یو او بل په نوم وژل کېږو.
نه پوهېږم، دا دومره سترې جنازې نه وینو او که له خپلو جنازو څخه خوند اخلو!!!
که دا مو حال وي، بیا مو له سیمې ورک وبولئ. ژوند مو تر خاورو لاندې وبولئ!
ګران افغانستان نو بیا دویمه سوریه وګڼئ.
د یو ازاد او خپلواک افغانستان په هیله.

















