(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) د امريکا په کلفورنيا ايالت کې د يوې پوځي چورلکې د نسکورېدو پېښه کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي دي.
د غربي رسنيو د راپورونو له مخې، دغې پوځي چورلکې د تعليمي الوتنې پر مهال د کلفورنيا په السنټرو سيمه کې سقوط کړی چې له کبله يې د امريکا څلور سمندري پوځيان وژل شوي دي.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ويل کېږی چې دغه چورلکه په نړۍ کې تر ټولو د پوځي چورلکو څخه شمېرل کېږي چې د پوځي وسایطو او مهماتو د انتقال لپاره ترې کار اخيستل کېږي.


















