د دشت ارچي د پېښې لاريونوال کوندوز ښار ته له داخلېدو منع شوي- پوليسو پرې ډزې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) سلګونه لاريونوالو غوښتل چې د دشت ارچي ولسوالۍ د دستاربندۍ په غونډې د شوي بريد په غبرګون کې نن په اعتراضيه ډول د کوندوز ښار ته ولاړ شي، خو د امنیتي مسئولينو له لوري يې ښار ته د داخلېدو مخنيوی شوی دی.

په دې لاريون کې چې شاوخوا درې سوه کسانو پکې ګډون درلود ډیری پکې په دشت ارچي کې د پېښې د قربانيانو خپلوان، ورونه او دوستان و.

لاريونوالو رسنيو ته ويلي، د عدالت غوښتنې لپاره د کوندوز ښار ته تلل خو امنیتي ځواکونو يې مخه نيولې، ډزې يې پرې کړي او څلور تنه لاريونوال يې ټپيان کړي دي.

د کوندوز د امنيې قوماندان جنرال عبدالحميد حميدي وايي، دوی راپور درلود چې د لارويونوالو په منځ کې مخالفین ننوتي ځکه يې ښار ته د اعتراض کوونکو مخه نيولې ده.

له بله پلوه، د ولايتي شورا غړی امرالدين ولي وايي په کراتو دغه ډول پېښې شوي چې حکومت يې د څېړنو په موخه پلاوي ټاکلي خو پايلې يې نه دي معلومې شوي.

په داسې حال کې د ولسي وګړو د اعتراضيه لاريون مخنيوی کېږي چې ولسمشر غني ويلي: (زه په هلمند او د هېواد په نورو سیمو کې د جنګ او تاوتریخوالي په ضد د ولسي اعتراضونو چې خویندې، سپین ږیري او ځوانان په کې شامل دي او د سولې او امنیت غوښتنې لپاره یې غږ پورته کړی دی هرکلی کوم. او هیله لرم دغه سوله غوښتونکی ولسي غږ ورځ تر بلې پياوړی او د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن شي.)

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د دشت ارچي ولسوالۍ په فتانې کلي کې افغان هوايي ځواکونو د دستاربندۍ په يوې غونډې بريد وکړ، چې د راپورورونو پر بنسټ په دې حمله کې نږدې سل کسان وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي.

کورنيو چارو وزارت وايي، په دې بريد کې شل وسله وال طالبان وژل شوي خو د ملکي وګړو د خونديتوب ادارې د خپلو پلټنو په لومړي پړاو کې وويل په بريد کې پنځوس تنه وژل شوي او شپيته تنه نور ټپيان دي چې ټول عام وګړي او کوچنيان دي.

د ملکي وګړو عدالت غوښتنې ډله وايي، ښايي په پېښه کې د قربانيانو شمېره له دې هم زياته شي چې وروسته به يې له رسنيو سره بشپړ راپور شريک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button