محمد زبیر هاشمي
دماشومانو ګلونو ځيني داسي خویونه دي چې اکثر وخت کې مور او پلار ترې تنګ شي، چې یو ترې عاجله دی، یوکار يې چې مخکې وي دهغې په باره کې ډیر پوښتني کوی ، دغه کار دوخت لنډولو لپاره کوي یا خوند ترې اخلي .
پرون مې ملګري سره په موبايل خبري کولی ، هغه په کندوز ولایت کې وه ، ما ورته ویل : دشهید حافظ صاحب مور او پلار څنګه دي او د خپل دبچي کوم حالات ډیر یاده وي؟
راته یې وویل :
دخپل شهید بچی دژوند اخیري سحر يي ډیر یاده وه!
ما ورته وویل : هغه څنګه ؟
راته یی وویل : یار داسي یو څو خبري وکړي، ما يې د اوریدو برداشت نشوکولی، خبري یې ډیرې ساده وی، خو ماته سم د توپ ګولی وې .
ماویل: څه ویلی خامخا يې راته ووایه !
وې ویل : شهید حافظ رح چې کله له خوبه را بیدار شو ، مونځ یی وکړ او ورسته يې کوچني لاسونه خپل رب لور ته اوچت کړل دعا يې وکړه او سمدستي دمور خواته په خوشحاله لاړو او دمیني یو څو خبري ورسره وکړی .
مورته يې ویل :
مورې نن زما دستار بندي ده!
مورې نن ماته پګړۍ تړي او خپلوان راته ګلونه پرغاړه اچوي .
مورې نن به ډیر شیوخ او علماء هم راځي .
موري پګړۍ مې چیرته ده ؟
مورې تابه ویلې: چې سبق ووایه ، ته چې کله حافظ شوی دغه ورځ به زما دې خوشحالي ورځ وي، نن درباندی هغه دخوشحالی ورځ راغلی ده .
موري چې کله دستار بندی خلاص شوه نو اول به ستا خواته ر اځم .
ښه بچيه زه به تاته په لاره کې ولاړه یم له ګلونو او میوو سره .
مورې هغه سپینې جامې دې راته برابری کړي دي !
هو ! هغه مې غسل خانه کې درته ایخي دي لږ صبر وکړه چې زه دې ښه صفا کړم. بچیه ته خپل ځان صحیح نه شي مینځلي .
مورې سترګي مې هم توري په رانجو کړه راته !
ښه بچیه .
آه ! مور او بچي خبر نه ول!!!
چې د انسان دوینې تږي لیوان په کمین ورته ناست دي ، د دوی دغه خوشالي به په غم اړوي او دمور دزړه ټوټه په بمونو سوځوي ، بچی له ارمانونو سره خارو ته لیږي.
په اخره کې زه هغه بې ضمیره افغانانوته وایم چې د امریکايي اشغال په چوپړ کې دغلامي ژوند کوي دیو څوپیسو لپاره .
ای بی ضمیره او بی احساسو خلکو پریږدئ دامریکا غلامي، په خپل ولس باندی ورحمیږئ او هغه چاته مه خنډ کیږه چې دغه غم لړلې ، جابرانه اشغال ته خاتمه ورکوي .


















