(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به د زعفرانو د پروسس پنځه معياري مرکزونه جوړ کړي.
د دغې وزارت وياند اکبر رستمي وايي، د زعفرانو د کرنې سيمو زياتوالي سربيره په پلان کې لري چې د زعفرانو د ارزښت د زياتولو لپاره هم ګټور پروګرامونه وړاندې کړي په خبره يې چې ډېر ژر به د زعفرانو د کيفيت معلومولو دوه مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د رستمي په وينا، په نوي کال کې له نویو پروګرامونو عملي کولو يې هدف دا دی ترڅو په نړيواله کچه د افغانستان په زعفرانو کې زياتوالی راشي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمن وايي، هغه خلک د افغانستان له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي بايد مخه يې ونيول شي زياتوي چې سږ کال به په نړيواله کچه د افغانستان زعفران ښه بازار ولري ځکه په وينا يې چې دوی هڅه کوي چې د افغانستان زعفران بايد تر يو نښان لاندې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم وړاندې شي او له دې وروسته داسې ونه شي چې زعفران په افغانستان کې تولید او په بېلابېلو نومونو نړیوالو بازارونو کې وپلورل شي او یا هم په نورو هېوادونو کې تولید شوي زعفران د افغانستان په نامه وپلور شي.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د افغانستان زعفران د نورو هېوادونو په نومونو نړيوالو بازارونو کې پلورل کېږي.
دا درېيم ځل دی چې د افغانستان زعفران په نړيواله کچه لومړی مقام خپلوي.


















