کندوز:طالبانو له څیړنیزو هیئتونو د آزادو څیړنو او له رسنیو څخه د بې پرې خبرونو د نشر غوښتنه کړې
(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۵)
طالبانو په یوه جلا اعلامیه کې د کندوز په پیښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ګواښ یې کړی چې له عاملینو څخه به یې سخت انتقام اخلي.
طالبانو ویلي؛ “دغه بې باکه عمل یو ځل بیا ثابته کړه چې په افغانستان مسلط اشغالګر او د هغوی له دین څخه لرې کورني غلامان د دې ولس له عقیدې، اسلامي فکر، تعلیم، ارزښتونو او مقدساتو سره څومره ژوره دښمني لري او د بیخ ایستلو هڅه يې کوي“
طالبانو پر ولسونو غږ کړی چې د دوی د مبارزې ترشا ودریږي او حمایت یې وکړي ،“ د خپل دین، مقدساتو، دیني عالمانو او مدارسو د نجات لپاره لا ډيرې هلې ځلې وکړئ او د اشغالګرو د ماتې لپاره جهادي لیکي لا پياوړې کړئ“
طالبانو پر څیړنیزو ادارو غږ کړی چې سیمې ته په ډاډه زړه ورشي او یاده پیښه په بې پرې او ازادانه توګه وڅیړي “له ټولو نړیوالو بې پرې بنسټونو، ادارو او بشري مؤسساتو څخه غوښتنه کوو چې په کندز کې د پيښ جنایت په اړه یو پراخ او بې پرې هیئټ وټاکي، سيمې ته يې را واستوي، ترڅو د پيښې آزادانه او هر اړخیزه څيړنه وکړي او دا څرګنده کړي چې دا برید پرچا شوی او د کومو اهدافو لپاره شوی دی“
طالبانو همداراز پر رسنیو غږ کړی چې د سیمې له متضرره خلکو سره دې له نږدې څخه خبرې وکړي او د هغو غږ دې تر ولسونو او نړیوالو ورسوي.
همداراز په دې اعلامیه کې له خپلواکو لیکوالانو هم غوښتل شوي چې دې بوږنونکې پیښې ته ځانګړې توجه وکړي “ په اړه يې لیکنې وکړي، ذهینتونه روښانه کړي، جزئيات يې ترخلکو ورسوي او د دا ډول پيښو تر شا د ګډوځواکونو اهدافو او مخفي طرحو څخه پرده پورته کړي او خپل ملت آګاه وساتي“
طالبانو کندوزي ولسونو او د دې فاجعې غمجنو کورنیو ته تسلیت ویلی د هغوی شهیدانو ته یې دعا او ټپیانو ته یې عاجله شفا غوښتې.
باید وویل شي چې د ګډ حکومت له مشرانو او ناټوچارواکو پرته ټولو مدني فعالانو، ولسي او مشرانو جرګې وکیلانو جهادي او نورو مشرانو او ګڼو بنسټنو دا پیښه غندلې او ستر بشر ضده جنایت یې بللی دی.
وروستي ارقام ښیي چې د وژل شویو ولسي خلکو شمیر ۱۰۰ تنوته رسیدلی چې شاوخوا ۸۸ یې یواځې ماشومان تشکیلوي.



