پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د کندوز تر خونړي برید وروسته د بیلابیلو لوریو غبرګونونه او توجیهات

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اپریل 5, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
د شهیدو ماشومانو هدیره

د شهیدو ماشومانو هدیره

636
ځلې شریک شوی
214
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶ )
راپور تاژ: فرید افغان

دا هم ولولئ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د حمل په ۱۳ نیټه د کندوز د دشت ارچي اړوند د لغمانیو په کلي کې داسې مهال هوایي بریدونه وشول چې زرګونه تنه ولسي خلک د دستاربندۍ د مراسمو په ویاړ راټول شوي و.
د سیمې خلک وایي؛ برید داسې مهال ترسره شو چې خلک تر جلسې وروسته ډوډۍ ته ناست و، او په وینا یې چې لومړی بم هم د ماشومانو په تجمع باندې را وغورځول شو چې وروسته دخلکو منډې شوې او چورلکو هم د دهشکې ناتاره فیرونه کول.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په یاده بمبارۍ کې ۱۰۰ تنه ولسي خلک وژل شوي چې ۸۰ تنه یې یواځې ماشومان تشکیلوي.

د حکومت ادعا:

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش له پیښې سملاسي وروسته په بیړنۍ توګه د پیښې مسؤلیت ومانه او دا یې د خپلو ځواکونو ابتکار وباله.
رادمنش د ملکي مرګ ژوبلې څخه د چورلټ انکار ترڅنګ د ۱۸ طالب مشرانو د وژلو او ۳۰ د ټپي کیدو خبر تکراراً مطرح کوله.
پر ټولنیزو رسنیو کې د ملکي مرګ ژوبلې د کره ثبوتونو له امله ارګ او یونما اړ شول ترڅو سیمې ته خپل څیړنیز پلاوي واستوي او پیښه له نږدې بررسي کړي.
دفاع وزارت هم څه تنزل وکړ ،د طالبانو له نظامي غونډې یې دستاربندي منلو ته زړه ښه کړ د ملکیانو مرګ ژوبله یې تائید کړه خو په خبره یې هغه طالبانو ویشتلي.
دې وزارت یوه ویدیو هم خپره کړه چې پکې د یادې غونډې بهر یو وسلوال شخص د جلسې امنیت ساتنه کوي.

غبرګونونه: 

مشرانو جرګې داپیښه قتل عام وباله د غندلو تر څنګ یې یادې سیمې ته د څیړنې لپاره یې یو استازی ور ولیږه .
ولسي جرګې د حکومت له خوا خپره شوې ویدیو جعلي وبلله او حکومت یې پر ولس وژنې تورن کړ.
ولسي جرګې د عاملینو مجازات هم وغوښته او په ټینګار سره یې وویل چې پیښه باید هر اړخیزه وڅیړل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي شرمونکی جنایت وباله او ګلبدین حکمتیار، عمر داودزي او ګڼو نورو مشرانو هم وغندله.

د سیمې خلک: 

ځایي خلک وایي برید یواځې پر ولسي خلکو شوی او طالبانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
دوی وایي؛ داچې ساحه د طالبانو تر واک لاندې ده نو پر همدې اساس د جلسې د امنیت ساتنې لپاره څو تنه طالبان د جلسې بهر ولاړ و، چې په جلسه کې یې ګډون نه درلوده.
دسیمې ځوان فعال فرید احمد کاکړ طلوع نیوز ته وویل؛ د حکومت ادعا هیڅ بنیاد نه لري حکومت چې کوم طالبان یادوي ټول ژوندي دي، د طالبانو یو غړی هم نه دی وژل شوی او بمبار پر ماشومان د ډوډۍ پرمهال شوی دی.
په ویدیو کې د سپین بیرغ موضوع هم حکومت د دلیل په توګه کاروي کوم چې عموماً په هره مدرسه کې نصب وي او تر لاندې یې د اړوند مدرسې نوم حک وي چې دلته هم همداسې وه.

سیاسي شنونکي وايي؛ حکومت د دې پرځای چې د دې برید له امله له خلکو بښنه وغواړي لا هم دا برید توجیه کوي.

څیړندویه ډلې څه وایي؟ !

د عدالت غوښتنې ډلې غړی عزیز احمد تسل امریکا غږ ته ویلي؛ لومړنۍ څېړنې ښيي؛ د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې له ۵۰ زيات ملکيان وژل شوي او شپيته تنه نور ټپيان دي

د تسل په خبره، وژل شوي ډیری يې ماشومان دي چې عمرونه يې له دولس څخه تر اتلس کلونو پورې دي

طالبان یې په اړه څه نظر لري؟

طالبانو وروستی پیغام په پنځو نقطو راڅرخولی د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې، له څیړنیزو ټیمونو یې د بې پرې څیړنو ترسره کول غوښتي، له رسنیو څخه یې د آزادو خبرونو د نشر غوښتنه کړې، له لیکوالانو یې غوښتي چې د یاد برید په اړه د ګډوځواکونو مخفي دسیسې له ولسونو سره شریکې کړي او د ملکیانو د غچ اخیستلو په خاطر یې له ګډوځواکونو څخه د انتقام اخیستلو ژمنه هم کړې.

ولې دا برید؟ 

د سیاسي چارو کارپوه عبدالرحیم ثاقب د ګڼو دلایلو په منځ دا هم ویلي چې؛ ډیری افغانان اوس هم په دې نظر دي چې وايي که د امریکايي ځواکونو شرارت نه وي خپله افغانان که هغه طالبان دي او که حکومتي اړخ ، یوه ورځ نه یوه ورځ به خامخا د خپلو دیني او ملي مشترکاتو او هیوادني مصلحتونو له وجې په خپل منځ کې سره جوړ او روانې جګړې ته به د پای ټکی ږدي.

خو امریکایان د خپلو نورو جنایاتو ترڅنګ غواړي په قصدي ډول پر افغان ځواکونو داسې جنایات تر سره کړي چې په کُلي ډول د افغانانو ترمنځ د جوړ جاړي هرډول احتمال له منځه یوسي او افغان ښکیل لوري یو او بل ته داسې وخشموي چې د جوړ جاړي په ځای تل له یو اوبل څخه د غچ اخیستنې په فکر کې وي.
نوموړی وایي؛
دا چې د یوه پیره دار او یاهم څو تنو وسله والو د شتون په پلمه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پوري خلګ مړه او ژوبل کیږي دا پرته له دې چې د جګړې د تشدید او تمدید لپاره یوه خطرناکه امریکايي دسیسه وبلل شي بله هیڅ توجیه نه لري

لوی ټکي: بمبارچارواکيدشت ارچيغبرګونونهکندوزمدرسهملکي تلفات
مخکینې مطلب

د څلويښت کيلو سړي پنځوس منه خوله

بل مطلب

مدرسه، سپينه پګړۍ، چورلکې، بمباري

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com