پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

مدرسه، سپينه پګړۍ، چورلکې، بمباري

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 5, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
463
ځلې شریک شوی
303
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: الیاس تکل

«مدرســـه»

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

مدرسه يعنې د تعلیم او تدریس ځای، مدرسه یوه مؤسسه ده چې ټولنې یې د تعلیم او تربیت لپاره بنسټ ايښی دی، مدرسه د نوي نسل د جوړښت لپاره یوه اساسي خښته ده،

د اسلام دښمانانو زموږ په اسلامي مقدساتو او اسلامي کلتور باندې تل یرغل کړی، د اسلام دښمنانو تل هڅه او کوشش کړی چې مدارس کله په یوه نوم او کله په بل نوم بدنام کړي، خو الحمد لله په ټولنه کې مو د ځوان نسل ضمیرونه لا ژوندې دي، کفار او د هغوي لاسپوڅي به په هیڅ ډول خپلو شومو اهدافو ته پرې نږدي.

«سـپـیـنـه پګـړي»

سپینه بګړۍ زموږ په ټولنه او زموږ په دیني کلتور کې د پاکۍ، سپېڅلیا او دیانت نښه ده، په ټولنه کې یواځې تر ټولو معزز، مکرم او محترم انسان سپینه بګړۍ په سر کوي، په ټولنه کې دیني عالمان ، شیوخ عظام، ملا امامان، د ټولنې مشران، او صوفیان، یواځې د سپینې بګړۍ لایق بلل کېږي، نو هر څوک سپینه پګړۍ تر هغه نه په سر کوي چې لياقت يې پکې نه وي پیدا شوی، حتی اکثره طالب العلمان هم ترهغه وخته سپېنه پګړۍ نه په سر کوي ترڅو چې نه وي فارغه شوي.

یواځې هغه وخت چې د یو طالب د علم زده کړې وروستي منزل ته ورسېږي، مروج علوم او فنون خلاص کړي او د احادیثو دوره پای ته ورسوي نو بیا ورته شیوخ عظام، او علماء کرام، او د ټولني مخور سپین ږيري، د تبرک او برکت لپاره سپينه پګړۍ ورپه سر کړي، د فراغت پګړۍ تړل او یا دستار بندي کول، دا د دیني تعلیم د پای آخري مراسم دي لکه څنګه يې چې د پوهنتون محصلين په اختتامي مراسمو کې ترسره کوي، چې فارغ محصل پکې چپنې او ځانګړې خولۍ پر سر کوي، او له یوې نړۍ هیلو او خوشحالیو سره د خپل علمي سفر او یوه مهمه مرحله پای ته رسوي.

«چورلکې»

دا هغه ړندې چور لکي دي چې کله ناکله د لاسپوڅي نظام په عسکرو هم بمبار کوي، او دا کڼې چورلکې زموږ هغو بُز دله او ماتې خوړلي دښمن (هند) غلامي ادارې ته ورکړې دي، چې سل کاله وړاندې زمونږ نيکونو تر تاج محله او دهلي پورې زغلولي ول، او هلته يې ورباندې په سل ها ؤ کاله باداري او پاچاهي کړې وه.

«بـمـبـار»

زه په دې اند یم چې له یو محصل او له طالب العلم سره شاید تر ټولو ستر ظلم او غټه جفاء دا وي چې د خپل ژوند په همدې اخرینۍ مرحله او له خوشحالیو ډک محفل کې یې ورته د ژوند د پای ټکی کېښودل شي.

موږ هیڅ کله هم دا فکر نه کاوه چې له علماء کرامو او طالب العلمانو سره به دا سې یو ستر ظلم او جفاء وشي، موږ په دې فکر ؤ چې اوس خو هغه پخوانی وخت او د کمونیستي رژیم غوندې جهالت نه دی چې علماء دې داسې په ځنځیرو وتړل شي، یا دې په ظلم او وحشت سره شهیدان کړی شي، او یا دې د غاړې آمېلونه په قبرونو ورته واچول شي، ویل به مو چې اوس خو مدرسې آزادې دي او لاسپوڅی نظام ژمنه کړې چې د دیني علومو زده کوونکو ته مو اسانتیاوې برابرې کړي، او څو ځله یې په ځغرده ویلي چې خپل هغه طالب العلمان بچي مو د پرديو وطنونو له مدرسو څخه د خپل وطن مدرسو ته راوګرځوئ ،

خو لا وخت نه وه تېر شوی چې څو ځله یې له علماء کرامو او طالب العلمانو سره ستر ظلم او وحشت وکړو، د کندوز وحشت یې اول ځل نه دی، لنډه بېلګه يې د فراه رود د یوې مدرسې ده، چې له دې څو ورځې مخکې یې هلته هم یو نه هېریدونکی ظلم او وحشت ترسره کړ، د فراه رود له پېښې یې څو اونۍ مخکې دکمپاين په نوم وحشي صفته عسکرو په خوست کې په یوې مدرسې ستر وحشت ترسره کړو، او د خوست له پېښې نه څو اونۍ مخکې حیوان صفته د صفر یک قطعه په نامه یو نه بښونکی وحشت ترسره کړو، چې په دې ټولو نه پښونکو پېښو کې تقريبا تر پنځه سوه علماؤ، طالب العلمانو او عوامو مسلمانانو ته مرګ ژوبه رسېدلې.

مشران یوه خبره کوي: خبرې ډیرې سر یې یو دی، نو خلاصه خبر دا ده چې دلته جنګ د مسجد او کلیسا ده!.

مخکینې مطلب

د کندوز تر خونړي برید وروسته د بیلابیلو لوریو غبرګونونه او توجیهات

بل مطلب

د ښوونې په وزارت کې دجګړې وزارت

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com