دفاع وزارت دافغانستان پر ۸۰ سلنه خاورې د واکمني ادعا کړې
باید وویل شي چې پنټاګون له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې تر راتلونکو دو کلونو پورې به د هیواد ۸۰ خاوره د دوی تر حاکمیت لاندې راولي خو د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سر له اوسه د یادې فیصدۍ د نیولو ادعا کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶)
که څه هم نړیوالې څیړنیزې ادارې او بهرني ځواکونه اعتراف کوي چې د هیواد پر ۷۰ سلنه خاوره طالبان حاکمیت لري او د هغوی تر کنترول لاندې ده، خو په یو نادره اقدام کې دفاع وزارت ویلي چې یواځې په شل سلنه خاوره حاکمیت نه لري نورې ټولې سیمې یې تر کنترول لاندې دي.
د ملي دفاع وزیر طارقشاه بهرامي نن د بریتانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال کارتر سره په خبرو کې وویل؛ همدا اوس مو د هیواد پر ۸۰ سلنه خاوره ځواکونه واکمن دي او د راتلونکي لپاره هم پلانونه لرو.
د دفاع وزیر وایي چې اوس اوس د ۸۰ سلنه خاورې له واکمني سره یوځای پر څلورګونو کمیټو چې عبارت دي له ترفیعاتو، تدارکاتو، تعیناتو او تعلیم او تربیې باندې کار کوي.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز که څه هم د بهرامي خبرې تائید یا رد نه کړي خو د خپل هیواد له لوري یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې پنټاګون له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې تر راتلونکو دو کلونو پورې به د هیواد ۸۰ خاوره د دوی تر حاکمیت لاندې راولي خو د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سر له اوسه د یادې فیصدۍ د نیولو ادعا کړې.
دا پداسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت لوی سرمفتش څو اونۍ وړاندې په ټینګار سره ویلي و؛ چې د نوي امریکایي ولسمشر د جنګي تر اعلان وروسته تر دې مهاله د ګډوځواکونو په عملیاتو کې یوه لویشت پرمختګ هم نه دی شوی.
د پوځي چارو کارپوهان وایي؛ په ځینو مواردو کې د چارواکو مبالغه دې کچې ته رسیدلې چې نړیوال او افغان ولس یې خبرو ته کوم ارزښت نه ورکوي.



