غور: د کرنې وزارت د پستې ۱۰۰ جریبه باغونه جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶)

د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وایي؛ د باغ جوړولو د ملي پروسې له لارې په غور ولایت کې د پستې د حاصلاتو ۱۰۰ جریبه باغونه رغوي.
د دې ولایت د ذراعت ریاست وایي؛ د دوی د مطالعاتو تر مخه په غور کې ټول مثمر او غیر مثمر نیالګي او نور میوه جات چې رشد کولی شي مشخص شوي او ژر به یې د کر چارې پیل شي.

دوی وایي؛ د غور آب هوا د پستې له نیالګیو سره ښه سمون خوري او ښایي ښه رشد وکړي.

د کرنې ریاست وایي؛ په دې ولایت کې د مواصلاتي لارو نشتون دهقانان له ستونزو سره مخ کړي او نه شي کولی خپله لمده میوه په خپل وخت سره بازارونو ته ورسوي.
نو له همدې کبله د پستې او نورې وچې میوې حاصلات چې له یوې خوا یې دهقانانو ته ګټه زیاته ده او له بل پلوه ژر نه خرابیږي په دې ولایت کې نیالګي کینوي.

ټاکل شوې ده په دولت یار ولسوالۍ کې ۳۵ جریبه په فیروز کوه کې ۵ په تیوره ولسوالۍ کې ۱۰ په شهرک ولسوالۍ کې ۱۰ په ساغر او تولک ولسوالیو کې په ترتیب سره ۲ او ۶ جریبه ځمکې د پستو پر نیالګیو ډکې شي.

د دې پروسې تر مخه به پر ۴۱ باغ لرونکو په وړیا توګه تخمونه وویشل شي او تر دوه کلنو وروسته به شنه شوي نیالګي پیوند کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button