دسولي هڅې که تبلیغات؟!

لیکوال: مطیع لله حلیمي
په تبلیغاتي جګړه کي غربي استعمارګر دومره مهارت لري چي سړی فکرکوي شیطان مستقیما ددوی په منځ کي دی اوبشریت غولوي
دوي د شایسته اورنګینو نومونو اوشعارونولاندي خپله ناپاکه مبارزه په مخ وړي
خوددجال په څیر ددوي هرڅه برعکس دي کوم جنتونه چی خلکوته شیی په حقیقت کی همدا دوزخونه دي اوبرعکس کوم دوزخونه چي خلکوته شیی په حقیقت کي همدا جنتونه دي
داغربی داړه ماران هیڅکله هم ددي جرأت نلري چي خپله ناپاکه څیره خلکوته شکاره کړي
په ګران هیواد کي دامریکایانو اودهغوی دشاګردانو دسولي تش په نامه چغي هم ددوي دپورتني عادت له مخي دي
پدي کي شک نسته چي افغانان سولي ته تربل هرچا اوهروخت ډیرتژي دي اواړتیاورته لري
خویرغلګرغواړي چي له دي تندي څخه په استفاده پرافغانانو هغه دزهروجام وڅشي چي دوي پري دسولي جام نوم ایشی دی
یرغلګرتل یا پخپله یا دخپلو اجیرانو په خوله دسولي چغي وهي اوددوي رسنۍ هم دخپل عادت اوماموریت لمخی داچغي ولس ته په رنګینو انګازو خپروي
خوحقیقت دادي چي دوي دسولي ترمبارک نامه لاندي غواړي چی جګړي اوشخړي جوړي کړي اوغواړي چي افغانان له یوداسی حالت سره مخ کي چي دسولي هرامکان تري واخلي
اویوځل یي بیا په ګوته کوم چی دامریکایانو اوداخلي چارواکو له خولي دسولي لفظ هیڅکله هم دسولي په واقعی مفهوم نه استعمالیژی بلکه غواړي په دي نوم افغانان وغولوي اوځانونه سولي ته ژمن وشیی
دوي له طالبانو غواړي چی تسلیم شي اودامریکایانو په مټ رامنځته شوی کاواکه نظام په رسمیت وپیژني او آن داچی دوي له طالبانو غواړی ځان دحاکمي غلامي اداري برخه وګرځوي دوي له طالب مشرانو غواړي چي دهغو زرګونوشهیدانو دوینوپرسرمعامله اوتجارت وکړي چي ترقیادت لاندی یی خپل سرونه داشغال دخاتمی اورشتوني اسلامي نظام دحاکمیت په موخه قربان کړي
لومړی خوپدي به دوي هم پوهیژي چي طالبان به په هیڅ صورت دا ورسره ونه مني دوهم که دافرض کړو چي طالب مشران داهرڅه ومني خودابه سوله نه وي ځکه دوي به څومحدود کسان کابل ته راولي خود ولس یوه لویه برخه به دخپلو ارمانونو دتحقق لپاره مبارزه کوي
نومعلومه ده چی هغه سوله چي اشرف غني او ملګري یی یادوي په هیڅ معنی سوله نه ده بلکه دوي غواړي دردیدلي افغانان وغولوي ترڅویی پروړاندي مقاومت اوحساسیت راکم شي دوي غواړي پرافغانانو خپل تپل شوي نظام ته مشروعیت ورکړي. دوي غواړي دسولي تش په نامه چغوله لاري ځانونه سولي ته ژمن وشیی اودجګړي پړه په طالب ورواچوي. دوي غواړي چي ولس اوطالبان په خپلومشرانو بی باوره کړي. دوي غواړي چی داسی وشیی چی طالبان دقدرت اوڅوکی لپاره مبارزه کوي. اوترټولو لوي هدف یی دادی چی دوي افغان ولس ته امریکایی ځواکونوشتون یوه وړه خبره وشیی
خو په دي باید ټول یرغلګر پوه شی چي تاسی به یوڅو ساده ګان په تشوتبلیغاتو وغولوی خودهیواد بیدار اوهوشیار ولس نشی تیرایستلي اوژر ده چي زموژ هیواد پریشودلو ته به اړ کیژی انشاالله تعالی



