دلته د واقعي ژورناليزم معيار د غربيانو ښه چوپړ دی

تميم توفيق

کله چې افغانستان اشغال شو، د ازدارۍ راديو په شمول سلګونه رسنيو په کور د ننه په فعاليت پيل وکړ، چې خدای شته تر اوسه پورې يې د امريکايي يرغل په چوپړ کې ښې خولې توی کړې او څومره يې چې په وس رسيده، د ژورناليزم د اصولو جنازې يې يوه په بلې پسې پورته کړه او د بې پرې ژورناليزم معيارونه يې دفن کړل.
که وګورو، دې رسنيو کې يوې هم د ژورناليزم له غوښتنو سره سم فعاليت نه دی کړی، په دوی کې د ښه ژورناليزم معيار د غربيانو او د هغوی په مټو راغليو چارواکو ښه چوپړ وهل او په هره برخه کې ورته بې خرته تبليغات کول دي.
زمونږ ژورنالستان د خبريالي له سپېڅلې دندې ډير لرې يوازې د جيب ډکولو لپاره لګيا دي، له دې هاخوا دا غم ورسره نشته چې په دين، هيواد، وطنوالو، ديني او ملي ارزښتونو مو څه لوبې روانې دي.
چې هيواد مو اشغال شوی، له هماغې ورځې تر ننه پورې به مو د رسنيو له لارې د بې طرفه ژورناليزم نوم اوريدلی وي، خو مثال يې قطعاً نشو موندلی، د واقعي بې پرې خبريال او خپلې دندې ته د ژمن خبريال لمانځ غونډه به مو هم ليدلې وي، مګر ژوندی مثال يې په دې هيواد کې نشئ موندلی.
دلته د ښه او بې طرفه ژورناليزم معيار د ګوډاګيانو او اشغالګرو ښه چوپړ وهل دي، دلته هغه ژورناليست تر ټولو خپل مسلک ته ژمن او په تول پوره دی، چې تر بل هر چا د يرغلګرو او کابل ادارې لپاره ډير او ګټمن تبليغات کوي، په دې هيواد کې د ژورناليزم له پوهنځيو ډير کم واقعي ژورنالستان راوځي او هغه هم له فراغت وروسته يا په کور کښېني او يا د حلالې روزي ګټلو لپاره د بل هيواد مسافر شي، دا هيواد د امپراتوريو هديره ده، خو اوس د واقعي ژورناليزم هديره هم شوه. که دا اشغال او دا حلقه بګوش چارواکي و، ګمان نه کوم چې د رښتيني خبريال نغد مثال دې ووينو.
موږ له تيرو ۱۷ کلونو راپه دې خوا وينو چې چا هم بې طرفه خبر ورکړی او يا يې ځان واقعي ژورناليست ثابت کړی، په هغه خبريال/رسنۍ د غلامۍ ټاپه لګيدلې ده، يا يې په پاکستان پورې تړلی او يا هم په ايران پورې. اوس خو بل نوی غم ورپيښ دی، نن يې د يادو هيوادونو تر څنګ په روسيه پورې تړي.
د وړمې ورځې کيسه ده. يوې رسنۍ د استراليايي رسنيو له قراره وليکل چې: (له استرالیا څخه باخبرو سرچینو راپور ورکړی چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس له استرالیا څخه د لیدنې پر وخت د سیاسي پناه غوښتنه کړې وه، خو د استرالیا هیواد د سیاسي پناه لپاره د صالح غوښتنلیک رد کړی دی.)
امرالله صالح په خپل ټويټر باندې د دې خبر په ردولو سربېره دا رسنۍ دروغجنه وبلله او ويې ليکل چې دا يوه جاسوسي اداره ده؛ ځکه چې افغانستان کې فعاله اداره نه لري، خو له هر څه خبر ورکوي. حال دا چې دې رسنۍ له افغانستان څخه نه، بلکې له استراليا او د هغه هيواد د رسنيو له خولې خبر ورکړی دی.
د دې خبر له نشر وروسته په کابل کې د فانوس پوهنتون د ژورنالیزم یو استاد فایض عظیمي او د رسنيو ځينې دولت پلوه فعالان د ژورناليزم اصولو ته جوړېدلي او يو په يو يې د ياد خبر د غير معياري ثابتولو لپاره ذکر کړي دي. دوي ويلي چې راپور بايل بې طرفانه او متوازن وي، خبريال بايد په راپور کې د ذکر شوي شخص غبرګون تر لاسه کړي، ګني راپور به يې د ژورناليزم له اصولو خلاف او غير معياري وي.
له دې خبرو په واضحه معلوميږي چې که رسنۍ کابل کې فعاله اداره نه لري او په بشپړ ډول د کابل چارواکو لاسپيکر نه وي؛ نو هغه رسنۍ نه بلکه استخباراتي دسګا ده او تر شا يې پټ سياسي دلايل شته.
که له استاد عظيمي او د رسنيو له نورو فعالانو وپوښتو چې ايا له امريکايي اشغال سره سم په درجنونو راپيدا شويو رسنيو/خبريالانو کې صرف يو ستاسې يادو کړو اصولو ته ژمن راښودلی شئ؟
ايا هغه رسنۍ چې کابل کې فعال دفترونه لري، د غير مستند او بې بنسټه راپورونو په ورکولو يې خپل اعتبار له منځه نه دی وړی؟
ايا د کابل ادارې يا امريکايانو لخوا تمويليدونکي رسنۍ اشتباهي راپورونه نه خپروي او د خلکو په اذهانو د لوبو کولو هڅه نه کوي او عام نظريات نه غولوي؟
ياد شخصيتونه هيڅکله دې پوښتنو ته مثبت ځواب نشي موندلی.
چې داسي ده، نو ښکاره خبره ده چې په ګران هيواد له يرغل سره سم راپنځېدلې رسنۍ په تمامه معنی د واقعي ژورناليزم خلاف فعاليتونه کوي، د ژورناليزم اصول يې په مکمل ډول تر پښو لاندې کړي او تر شا يې غربي يا ګوډاګي سياستونه شته، چې همدې غير معياري ژورناليزم يې هم زمونږ سپېڅلي دين ته زيان اړولی، هم يې هيوادوال د اژدها په خوله ورکړي او هم يې مقدسات او ارزښتونه د غربيانو د اهدافو قربان کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button