د ټاپي پروژې کارونه لا هم کوم پرمختګ نه لري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹)
که څه هم د ټاپي نل لیکې د پیل کار د کب په میاشتې د تور غونډۍ سیمه کې پیل شو، خو چارواکي وایي چې د نل لیکې کارونو له کابو یوې میاشتې وروسته کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د کانونو او فطرولیم وزارت ویاند عبد القدیر مصطفا مني چې د پروژې کارونه سست مخته روان دي خو زیاتوي چې یو شمیر پرمختګونه هم لري.
نوموړی وایي ، تر اوسه یې د ځمکې په برخه کې څو کوچني قراردادونه، د لارې نقشه او د ماین پاکي د ټیم عیارول تر سره کړي.
مصطفا وایي چې په لنډو وخت کې به د پروژې رسمي کارونه پیل کړي.
د هرات ځایي چارواکي وایي؛ لا هم د دې پروژې د ساتنې لپاره امنیتي ګارډ نه دی ټاکل شوی او کارونه ډیر ورو مخته روان دي.
د دې پروژې ۸۵ سلنه مصارف ترکمنستان ورکوي او پاتې ۱۵ % نور یې افغانستان، پاکستان او هند په شریکه پرې کوي.
د افغانستان ۵ سلنه حصه نړیوال بانک پر غاړه اخیستې او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ کال پورې د دې پروژې کار بشپړ شي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې زیاته برخه د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه تیریږي او هغوی هم د بشپړې همکارۍ امنیت ساتنې او نظارت ډاډ ورکړی دی.



