تميم توفيق
د کابل حکومت يا په عامه شوې اصطلاح دوه سرې اداره چې د امريکايي بابا جانګيري لخوا ترتيب شوه او د ارګ واګې په لاس ورکړل شوې، له هماغې ورځې تر نن پورې پوره نه شوه. د دې ادارې مشران تر اوسه پورې د وزيرانو، واليانو او رئيسانو په ټاکلو کې تفاهم ته نه دي رسيدلي او په زياتو اُرګانونو کې يې لا هم سرپرستان دندې پرمخ وړي.
د کابل په ګډوله اداره کې بې کچې ډير داسې هيواد او ملت بربادونکي حالات روان و او روان دي، چې نه د دوی په اساسي قانون کې موجود دي او نه يې په ټوله نړۍ کې چيرته مثال ليدل شوی دی.
د وزارتونو، رياستونو، ولايتونو او د قومنداني په منصبونو د ع او غ لفظي شخړې، د واليانو نه متابعت، د قومندانانو خپل سرۍ، د مخدره موادو بې خرته ډيرښت او هيواد مو په دوهم نمبر توليدونکو کې راتلل، د اداري فساد بې کچې ډيرښت او آن تر ارګه رسيدل، بې وېرې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی او په ډاګه د ځوانانو له اسلامه وتل او قومي او سمتي تعصبونه رامنځته کيدل لا جلا ستونزې وې، چې وزېږېدې او د هغو نورو نادودو له يادولو به د قلم د عفت ساتنې په پار تير شو.
مګر له دې ټولو سره سره سپين سترګي ع او غ لګيا دی او د دې هڅه کوي چې يو ځل بيا په ارګ کې د باچايي په ګدۍ کېني، د دوی زړه لا هم د دې هيواد او وطنوالو په بربادۍ او دربدرۍ نه دی يخ شوی.
نن سبا په حکومت د ننه په راتلونکو پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو په انتخاباتو بحثونه ګرم دي، څوک يې د زنډولو پلمې ګوري، ځينې محض له دې جنجاله د خلاصون په غرض غواړي چې هسې يې په يو نه يو ډول انجام کړي او ولس ته د خټې پوزه ښکاري کړي او د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشران بيا له دولتي مشرانو غوړپ غوړپ وينې استفراقوي، د هغوی د زړه په سر پولۍ ولاړې دينه.
اشرف غني سر له اوسه د دوهم ځل لپاره د بري وړلو په موخه له وکيلانو او نورو مشرانو سره ليده کاته پيل کړي، نوموړي د تيرې پنجشنبې په ورځ هم د سياسي ګوندونو له رهبرانو او نماينده ګانو سره وليدل او د نورو مسائلو تر څنګ يې ورسره په انتخاباتو خبرې وکړې.
اشرف غني او همداسې عبدالله سره په دې منډو ترړو کې د هيواد او ملت غم نشته، بلکې دواړه سر له ننه په دې هڅو بوخت دي، چې داسې خلک رامخته او ځان ته نژدې کړي چې په ښمر يې ورشي؛ ځکه دوی پوهيږي چې يو ځل بيا به يې په منصبونو شخړې روانې وي.
خو ولس به ړوند او کوڼ وي چې دې کډوله رژيم ته هيلمن وي او د دين د ساتنې، د هيواد ابادونې او د خپلې سوکالۍ او ارامۍ درانه اميدونه ورپورې تړل د هوا ګزول دي.
ځکه کله چې اشرف غني او عبدالله د ۲۰۱۴ ميلادي کال د سپتامبر په ۲۱مه د ارګ د ګلخانې او سپيدار په ماڼيو ننوتلي، ولس يې تر نن ورځې پورې، چې نژدې څلور کاله يې پوره کيږي، کوم د دين، ملت او هيواد په ګټه عمل نه دی ليدلی.
کوم خدمات چې وخت په وخت مو د مطبوعاتو له لارې اورېدل، چې د هيواد په ګټه ترسره شوي، محض تبليغاتي عمل و، چې د ولس د تيرايستلو لپاره ترسره شو، په واقعيت کې چې ګډوله رژيم څومره زيات هر اړخيز زيان راته اړولی، ممکن جبران يې رانه لسګونه کلونه وخت واخلي.
هغه د اقتصادي اړيکو د پراخولو اوازې هسې د بدمرغو پېښو او د دوه سري دولت د نادودو پټولو لپاره د پوښ په حيث خپرې شوې، چې ويل کيدل به، هيواد مو له چين سره د سرک او اورګاډي له لارې تړل کيږي او د سوداګريزو توکو په ليږد راليږد کې د لا بهبود په موخه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ريل پټلۍ پرانسته کيږي. دغه راز په هيواد کې د ننه د پخو سرکونو جوړولو او د هرات-مزار د اورګاډي له لارې نښلولو خبرې په هوا کې پاتې دي.
د ټاپي پروژې د کار پيلېدو اوازو هم يوازې ځوانانو ته دا ګټه وکړه چې څو ورځې يې په خوشحالي کې ډولونو ته غوړې څڼې وڅنډلې، نور يې پايپ لاين په هماغه سرچينه کې ورک دی او د چابهار بندر سر لا هم په درياب کې دی.
ع او غ له امريکايانو سره د امنيتي تړون له لاسليکولو او د هيواد بايباد خرڅولو، ناټو او خپلو ځواکونو ته د بې دفاع ولس په کورونو د چاپو اچولو، بمبارونو او هر راز ربړونو کلي اختيار ورکولو پرته په خپله څلور کلنه دوره کې هڅ د وطن او مؤمن ولس په ګټه حرکت نه دی کړی.
تر څو چې دا د امريکايانو لاسپوڅي په دې وطن حاکمان وي، همدا نادودې به وينو. امريکا غواړي دغسې ناروا اداره چې په مټ يې هغه څه په مسلمانه ټولنه وکړي چې زړه يې غواړي. ناټووالو په لوی لاس د جانکيري په توسط زمونږ په هيواد کې د چنګښو په تول پيل وکړ، چې هيڅکله به يې نه من پوره شي او نه به په دې روان وضعيت کې د هيواد په ګټه ورشي.
او تر څو چې ملت پرې هغه مردار ډنډ (امريکايي ملاتړ) وچ نکړي، چې دا چنګښې پکې ژوند کوي، تر هغو به د بدمرغيو ښکار او د سوکالۍ او ثبات په ارمان يو.


















