په نږدې ورځو کې به سلګونه افغان کډوال له ترکیې څخه وایستل شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹)

د ترکیې حکومت اعلان کړی چې تر راتلونکې اونۍ پورې به نږدې ۶۰۰ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه دې هیواد ته رسیدلي، وایستل شي.

درویټرز  اژانس خبر ورکړی ؛چې دا کډوال د نا امنیو او اقتصادي مشکلاتو له امله ترکیې ته تللي او د وروستیوشمیرو ترمخه په تیرو ۳ میاشتو کې لږ تر لږه ۲۰ زره افغانان دې هیواد ته له غیر قانوني لارو څخه ورغلي.

ترکۍ رسنۍ وایي چې ۵۹۱ تنه به د راتلونکې شنبې _یک شنبې په ورځ د سوریې له ختیځ ښار څخه کابل ته انتقال شي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د دې پروسې له پیل سره سم به د ټولوغیرقانوني کډوالو د وتلو لړۍ ګړندۍ کړي .
ترکیه لومړنی هیواد نه دی چې په زور سره افغان کډوال وتلو ته محبوروي، تر دې وړاندې جرمني او یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو هم ورته چاره ترسره کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button