ټرمپ: په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو غچ به ژر تر ژره واخلو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)

امریکایي ولسمشر تیره شپه په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې ، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو ځواب به ژر ژر تر ژره د سوریې حکومت وویني.
څو ورځې وړاندې د سوریې په دوما ښارګوټي کې د حکومت له خوا پر ولسي خلکو کیمیاوي وسلې وکارول شوې چې تر ۱۵۰ ډیر کسان پکې ووژل شول.

ټرمپ وویل؛ په سوري حکومت د پوځي برید پراخ امکانات لرو او ټول غوراوي مو په مخ کې پراته دي.
نوموړي زیاته کړه؛ لا یې هم څیړندویه ادارې پوښښ کوي ترڅو ومومي څوک د دې حملې مسؤل و.

که څه هم د سوریې حکومت د نړیوالو تر نظارت لاندې ټولې کیمیاوي وسلې په ۲۰۱۳ کال کې ختمې کړې خو بیا هم د دې وسلو د کارولو تور د بشارالاسد پر اداره او روسیه پورې کیږي، په داسې حال کې چې روسیه او سوریه د دې وسلو له کارولو انکار کوي.
بل پلو پر همدې موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا او روسیې استازو خپل منځي لفظي شخړه کړې.
امریکایي استازې نیکي هیلي روسي سیال ته ویلي؛ تاسو مو نه متحد یاست او نه درڅخه د اتحاد تمه لرو، خو په ځواب کې یې روسي استازي “واسلي نبینزیا“ویلي موږ تاسو د ملګرتیا په یوه تار هم نه پیژنو.
تازه راپورونه وایي؛ چې د سوریې په آسمان کې روسي او سوري الوتکو پروازونه ډیر کړي او د امریکا د ممکنه حملې لارې څاري .
پر همدې مهال د سوریې په ادلب ښار کې یوه چاودنه شوې چې ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۶ نور ټپیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button