ایشچي: هېواد ته د دوستم راستنېدل به د هغه په محاکمه کولو کې مرسته وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) تېره ورځ د افغانستان د ملي جنبش ګوند وياند بشير احمد تينج رسنيو ته وويل، چې ولسمشر غني، اجرائيه رياست  او د افغانستان په موضاعتو کې ځينې ښکېل هېوادونه هڅه کوي ترڅو جنرال دوستم بېرته هېواد ته راستون کړي.

نوموړي وويل، د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم په نږدې وخت کې هېواد ته راستنېږي او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.

د اجرائیه رياست مشر ډاکټر عبدالله په کابل کې د ترکيې له لومړي وزير سره په يوې ناسته کې هم د دوستم د بېرته راستنېدو په اړه خبرې کړي وې.

احمد ايشچي شاوخوا يونيم کال مخې ادعا وکړه چې د دوستم له خوا وهل شوی او جنسي زورول شوی دی.

له هغې څه موده وروسته دوستم ترکيې ته تبعيد کړای شو چې څو ځل يې هېواد ته د راستنېدو هڅې وکړې خو بريالی نه شو.

تازه د دوستم سياسي رقيب احمد ايشچي ويلي، چې هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل به د هغه په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

ایشچي وايي، هيڅکله به دوستم ونه بښي او حکومت دا حق نه لري چې د هغه دوسيه له څارنوالۍ ختمه کړي او له هغه سره د ده د قضيې په اړه مذاکرات وکړي.

نوموړی وايي، حکومت يې په دوسيه کې ناغيړې کړې او شفاف ډول يې نه څېړلې په خبره يې اووه تنه په دې قضيه کې مجرمين پېژندل شوي خو د حکومت له لوري نه دي نيول شوي زياتوي چې خپله قضيه او دعوه يې نړيوالې جزايي محکمې هم وړاندې کړې ده.

په وروستيو کې راپورونه ورکړل شول چې ولسمشر غني له دوستم سره يوې هوکړې ته رسېدلی او په نږدې وخت کې به هېواد ته راستون او خپله دنده يوځل بيا اشغال کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button