د سوداګرۍ خونه: حکومت له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ هیڅ پروګرام نه لري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي؛ د ملي یووالي حکومت په کور دننه د جوړ شویو تولیداتو د حمایت او د صنعتکارانو د هڅونې لپاره هیڅ پروګرام نه لري.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي تیره ورځ د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې د سنګ مرمرو د یوې فابریکې د افتتاح په مراسمو کې داخبرې وکړې.
نوموړي وویل؛ دا فابریکه خصوصي سکتور په خپلو لګښتونو جوړه او ځمکه یې هم په شخصي پیسو ورته پیرودلې چې د ده په وینا، پکار داوو چې ځمکه د حکومت له خوا ورکړل شوې وای.
نوموړي وویل؛ دوه کاله کیږي چې حکومت د کانونو قراردادونه بند کړي په داسې حال کې چې موږ تر ټولو زیات د سوداګرو پانګې اچونې ته اړتیا لرو.
خو د سوداګرۍ وزارت بیا د خصوصي سکتور له خوا د سنګ مرمرو د پروسس د مرکز جوړولو اقدام ستایي او زیاتوي چې دوی به ترې حمایت وکړي.
بل پلو پانګوال وایي چې د ولسمشر غني له خوا د پانګوالو د حمایت ادارې یا “ ایسا“ تړل له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او باید حکومت یې ستونزې ور حل کړي



