(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۹) له تېرې يوې نيمې اوونۍ راهيسې افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالي په مربوطاتو کې عمليات پيل کړي و چې د ځايي اوسېدونکو په وينا دوی ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د دغې عملياتو د پيل پر وخت د فراه والي عبدالبصير سالنګي د بالابلوک ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتي و چې يادې د بهرنيانو د عملياتو توپونو او بمباريو زور ولري او يادې د عملياتو څخه مخکې خپل کورونه وباسي.
ځايي اوسېدونکي وايي، ځينې خلکو له سيمې څخه خپل سرونه وويستل خو په وينا يې دا چې د غنمو او نورو حاصلاتو د ټولولو وخت دی نو ډیر شمېر خلک لا هم په خپلو سيمو کې پاتې و.
دغه عمليات چې شاوخوا يوه نيمه اوونۍ وخت يې ونيو پکې ولايتي چارواکو او طالبانو وخت ناوخت يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې هم کړي دي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، دولتي او بهرنيو ځواکونو په ګډه د يادې ولسوالۍ په ګنج اباد، شيوان، ګراني او يو شمير نورو سيمو کې عمليات وکړل او عامو خلکو ته يې درانه ځاني او مالي زيانونه واړول.
د سيمې يو تن اوسېدونکی سردار خان وايي، په عملياتو کې له پنځوسو زيات کورونه ويجاړ شوي او د خلکو فصلونه او باغونه هم زيانمن شوي دي.
له بله پلوه د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي افغان او بهرني ځواکونه سيمې ته د عملياتو په پلمه راغلي و خو زياتوي چې “د ملکي خلکو ۷۰ کورونه او یو سیمه ییز صحي کلینیک، ګڼ شمیر باغونه او عام المنفعه تاسیسات يې په بیلدوزرونو، هوايي بمبارونو او د ثقیله وسلو په وسیله ویجاړ کړي دي”.
ويل کېږي، د عملياتي عسکرو له لوري ويجاړ شوی کلينيک په سيمه کې يواځينی روغتياي مرکز و چې خلکو ته يې خدمات وړاندې کول خو په دې عملياتو کې سره له ټولو تجهيزاتو او وسايلو له منځه وړل شوی دی.
طالبان وايي، په دې يوولس ورځينو عملياتو کې اتلس کمانډو او پوليس وژل شوي شل تنه نور ټپيان دي، زیاتوي چې د دولتي ځواکونو درې هاموي ټانګونه او دوه نظامي امبولانس موټرې يې هم تخريب کړي دي.
د طالبانو په وينا، د دولتي ځواکونو سره په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او په خبره يې چې د دولتي ځواکونو په ډزو دوه ملکيان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي هم دي.















