خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:

آيا پر ډبل غلامۍ راضي اوسو!

شناند:

حتما! یا به جهاد کوو او یا به ډبل نه چې ترپل غلامي کوو، ځکه جهاد او غلامي نشي سره یو ځای کیدای.

اصلاح:

حكومت په كوم لوري روان دى؟

شناند:

د ترکستان په لوري..

اراده:

تر كومه د خپل ولس د مرګونو ننداره وكړو؟!

شناند:

تر هغې چې له غلامۍ مو خلاص کړي نه وي.

هیواد:

د دروغو امپراتوري به تر كومه دوام وكړي؟!

شناند:

تر څو چې د رښتیاوو امپراتوري بری نه وي موندلی.

واشنګټن پوسټ:

د امریکا د سمندري ځواکونو نوې دنده، د افغان حکومت له ولکې د وتلو سيمو بېرته نيول دي

شناند:

خو ساتي یې بیا په چا؟ پر خپلو لاسپوڅو؟؟؟ هیڅکله یې نشي ساتلای.

عراقيان، امريکا ته په خطاب کې:

عراق مو وران کړ، سوریه مه ورانوئ

شناند:

عراقیان لکه چې ویده دي، سوریه خو یې له عراقه زیاته ورانه کړې ده.

جمعیت هلال احمر:

شش هزار کودک مبتلا به مرض سوراخ قلب در انتظار تداوی هستند

مبصر:

پس منتظر نباشند، باید در تلاش دریافت واسطه ها و یا یافتن راه های رشوت دادن شوند ورنه …. میفهمید دیګه که حکومت حکومت فساد و رشوت خوري است.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون:

د بهرنیو چارو وزارت داسې دیپلوماتان په دندو ګومارلي چې د دوولسم سند نه لري

شناند:

ته به وایې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له دولسمه فارغ دی!!!

عالمان دینی سراسر کشور:

نیروهای خارجی باید هرچه زودتر از افغانستان خارج شوند

مبصر:

احتیاط!

کونجاره خورهای امریکا را از ګرسنګی میکوشید؟

ماندګار:

 د نوم ليكنې تر شا پرتې اندېښنې او ننګونې

شناند:

یعنی د جعلکارۍ په لور لومړی ګام…

سرنوشت:

د سيمې پېچلى امنيتي وضعيت

شناند:

د دموکراسۍ د نجاست له کبله

ویسا:

د سولې وړاندیز او د جګړې تګلاره

شناند:

د سولې که د چل ول وړاندیز او یا د جګړې تیزول؟

اراده:

سوریه پر کوم لور درومي؟

شناند:

د روس او امریکا د بزکشۍ د میدان جوړیدا په لور..

د ملي مشارکت ګوند رییس:

هغه ګوندونه او سیاسیون دې تر جدي څار لاندې ونیول شي چې بهرنیانو ته کار کوي

شناند:

د خندا وړ ده، اوسنی کوم سیاسي ګوند بهرنیانو ته کار نه کوي؟؟ د فیل په غوږ کې ویده یې؟

د ارزګان ځايي چارواکي:

په چورې ولسوالۍ کې داعش ډلې فعالیتونه پیل کړي او ځينې سیمې یې نيولې دي

شناند:

تاسی صبر وکړئ چې د خدای دا تور عذاب وګورئ نو سپینو طالبانو ته دعاوی وکړئ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button