د ولسي جرګې غړي: د نوم ليکنې بهير پڅ او بې پلانه روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۹) شاوخوا څلور ورځې مخکې د افغانستان د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نومليکنې بهير پيل شو خو د ولسي جرګې غړي د نومليکنې په روانې پروسې بې باوره دي په خبره يې چې د نومليکنې لپاره د ټاکنو کمېسيون سمه تګلاره نه لري.

د جرګې غړو د ننۍ غونډې پر مهال وويل، حکومت د نوملکنې لپاره د عامه پوهاوي پروګرام نه دی پلی کړی او هرڅه بې پلانه او د نومليکنې پروسه پڅه روانه ده.

دوی وايي، په تېرو درېيو ورځو کې يواځې څو زره کسانو نوملیکنه کړې او که د خلکو د نوملیکنې پروسه همداسې کمرنګه وي ښايي تر درې مياشتو پورې يواځې تر يو ميليون کسان نوملیکنه وکړي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي، که د ټاکنو لپاره نومليکنه همداسې روانه وي او په زياته اندازه خلک نومليکنه ونه کړي نو د ټاکنو کمېسيون ته به دا پلمه شي او د انتخاباتو له ترسره کولو به لاس واخلي.

تېره ورځ د ولسي جرګې يوه بل غړي خليل الله شهيدزاده وويل، د پارلماني او ولسواليو شوراګانو لپاره د نوملیکنې روانه پروسه ځکه ناکامه ده چې د ټاکنو کمېسيون او د نفوسو داحوالو د ثبت اداره او امنیيتي مسئولين په خپلو کې همغږي نه دي.

نن څلورمه ورځ ده چې په هېواد کې د ولسواليو او پارلماني ټاکنو د نومليکنې پروسه پيل شوې خو لا هم د يادونې وړ خلکو پکې نومليکنه نه ده کړې چې اساسي ستونزه يې په هېواد کې نا امني، د پېژندپاڼو نه درلودل، په ټاکنو بې باوري بلل کېږي.

ځينې راپورونه وايي، چې د طالبانو له لوري په انتخاباتو کې د برخې نه اخيستلو له اعلان وروسته په ډيری ولايتونو کې خلک نومليکنې ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو ويلي، په هېواد کې راتلونکې ټاکنې نمایشي دي او د مشر ټاکل به لکه د پخوا په څېر بيا هم د بهرنيانو په لاس کې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button