عقـــــــل څـــــه تـــه وایي!!
ترتیب: الهـــــام البـــدري
د انسان پیدایښت او عقل یو له بله سره تړلي ګڼل کیږي. انسان د عقل په استعمال د الله د نورو مخلوقاتو څخه په توپیر ژوند تیروي، دا پدې مانا چې عقل دی انسان یې د انسانې ژوند د خپلولو وړ ګرځولي دی، د انساني اخلاقو چوکاټ د عقل په پایه ولاړ ګڼل کیږي. اوس پوښتنه دا ده چې اخر عقل وایې څه ته ؟
عقل عربې کلمه ده چې د تړلو، مهارولو او ساتلو په مانا استعمالیږي.
عقل له عقال څخه اخیستل شوي، عقال هغه پړي ته وایې چې د اوښ د مهارولو یا له پښو څخه د تړلو د پاره استعمالیږي.
عقل په پښتو ژبه کې د پوهې او هوښ په مانا استعمالیږي.
عقل په اصطلاحې مانا د انسان هغه اروایې قوه ده چې د انسان کړه وړه تر کنترول او ارادې لاندې راولي.
عقل په قران کې هم د پوهې او هوښ په مانا استعمال شوي دی.
په فلسفه کې عقل د حقیقتونو د پیدا کولو قوي ته ویل کیږي.
عقل د خبرې کونکي نفس ( ناطق نفس ) د ساتونکي او هغه ته د شرف او ښایست ورکونکي قوې په توګه پیژندل کیږي.
د عقل د ویش په اړه مختلفو علماو او فیلسوفانو ویشني کړي؛ خو د دیکارت له نظره عقل په دوه ډوله دی : نظریاتي او عملي عقل.
نظري عقل د مسایلو، شیانو او کړو وړو د ادراک او پوهیدا دنده په غاړه لري، او د هغوي په اړه د قضاوت دنده ترسره کوي.
عملي عقل هغه قوه ده چې د انسان کړه وړه کنترولوي او هغه د انسان تر ارادې لاندې راولي، پدې مانا چې عملي عقل انسان د یو عمل په کولو یا نه کولو تنبه کوي.
په اسلام کې تر هر بل دین زیات د عقل او تفکر د قوي د استعمال او له هغه څخه د کار په اخیستنې ډیر تاکید او امر شوي دی.
د عقل کلمه په قران کې ۴۹ ځلې راغلي ده.
په قران کې د مومن او مسلمان دپاره عقل د ژوند اساس او د ارزښتناکې ځانګړنې په توګه یاد شوي دی، حال دا چې کفار او مشرکین له دې نعمت څخه هیڅ برخه نلري. عقل د قران، سنت او اجماع تر څنګ د اجتهاد څلور ګونو مراجعو څخه یوه مرجع ګڼل کیږي، د عقل پر بنسټ قیاس ترسره کیږي. په قران کې عقل د حق او باطل ترمنځ د توپیر د قوه په توګه یادیږي، کفار او مشرکین دا قوه نلري نو ځکه هغوي ته د عقل د نه لرونکو (جاهلو ) په توګه اشاره شوي ده. ښه په قران کې عقل ته لیدلوري هغه د راتلونکي ژوند په وړاندې د هدف ټاکلو او حق ته د رسیدلو په مانا ده.
بلاخره داسې ویلي شو چې عقل د پوهې په ذريعه په حقيقت باندې د پوهویدلوکوښښ کوي او د حواسو په ذريعه چې کومه پوهه ترلاسه کوي د هغې په رڼاکې حقيقت ته د رسېدوکوښښ ترسره کوي.
د عطالله حیران لیکنه (مینه او عقل) کې د عقل په اړه داسې یادونه شوي ـ حضرت امام غزالي (رح) د عقل په اړه داسې وايي: عقل هغه نوم دى چې داشتراک په غرض پرڅلورو معناګانو اطلاق کېږي.
اول: عقل هغه صفت دى چې انسان يې په لرلو سره د نورو حيواناتو څخه بېليږي .
دويم: عقل عبارت د هغو معلوماتو څخه دى چې په مميز(رسېدلى) وړوکي کې په وجود راځي .
درېېم: عقل عبارت د هغو علومو څخه دى ، چې د تجربې څخه حاصليږي.
څلورم: عقل عبارت د هغې قوې څخه دى چې دکار په عواقبو پوه سي او هغه شهوتونه چې د لذتو د ژرتېرېدو موجب ګرځي له منځه وباسي. عقل په لاندې ډولونو هم ویشل شوی دی:
الف: طبیعي عقل
ب: بدیهي عقل
ج: تجربي عقل
د: پوخ عقل
حضرت امام غزالي (رح) وايي چې :طبيعي عقل د ژوند د پايښت لپاره مهم دى لکه چې عادي انسان د طبيعي عقل واسطه داکارنه کوي چې ځان د لوړې څخه بېله واسطې يوې کندې ته وغورزوي .
بديهې عقل هغه دى چې ذهنا اسانه وي، مثلا ددې عقل څښتن په دې پوهېږي، چې د (دوو) عدد تر(يوه ) عدده لوي دی. تجربي یا اکتسابي عقل هغه دى چې د تجربې څخه وانسان ته حاصليږي مثلا : وړوکى دوهم ځلې اورته لاس نه اچوي ځکه چې اورته د لاس اچولو له کبله په لومړي ځلې سوځیدلی دی،
نو د همدې تجربې په اساس اوس ځان ترې لرې ساتي .
پوخ عقل هغه دى چې موقتي ظاهري شيان د پوخ عقل څښتن نه سي خطا ايستلاى او پرنفس اوخوهشاتو غالب وي.
په دې کې شک نه شته او له دې نه سترګې هم نه پټيږي چې عقل د انساني ژوند لپاره ډېرې رڼاګانې اواسانتياوې برابرې کړي دي لکه ساينسي کشفيات ،دتمدن پرمختګ، سياست، په ټولنه کې نظم، ا د انسان د سوکاله ژوندلپاره نوې نوې هرډول لارې چارې اوهمداسې نور… د اهرڅه موږ د عقل پرمټ کړي ترڅو مو ژوند په منظمه توګه پرمخ لاړشي او د ژوند هره اړتيا مو پوره شي. په پایله کې همدومره وایم که وغواړو د یو پیاوړي او ګټور انسان په توګه ژوند ترسره کړو باید د عقل له پیاوړي قوې څخه د ژوند په هره برخه کې کار واخلو تر څو نه یواځې اخلاقي معراجونو ته ورسیږو بلکي د دارینو ګټې مو هم په نصیب شي.
مأخذونه:
(۱) انسان مجله
(۲) انسان او قران
(۳) مینه او عقل
(۴) عقل و اسلام
















