د محلي پولیس میرمن: ۴میاشتې مې خاوند له خپلو ملګرو سره بدلمنۍ ته هڅولم
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۹)
د تخار ولایت د ینګي قلعه اوسیدونکې ۲۰ کلنې حمیرا رسنیو ته ویلي چې پولیس خاوند یې له خپلو نورو همسنګره ملګرو سره بدلمني ته هڅولې او د مجبوریت له کبله یې دوسیه د ولایت قضایي ارګانونو ته وړې.
نوموړې وایي؛ پوره څلور میاشتې د خاوند اربکيو ملګرو راباندې جنسي تیری وکړ،کله به مې هم چې خاوند ته شکایت کاو، هغه به په مرګ تهدیدولم او ویل به یې چې باید دنوموړي مشر او ملګري یې خوښ وساتي.
نوموړې زیاتوي؛ اربکي قوماندانانو په ځلونو د بې هوشۍ د درملو او نشیي توکو په ورکولو سره د خاوند پر وړاندې ورباندې جنسي تیری کړی دی.
حمیرا وایي؛ له اسلام الدین سره یې د واده کولو شپږمیاشتې تیریږي، میړه یې د محلي پولیسو د قوماندان ارباب رؤف ساتونکی دی چې له دې سره یې د نورو ملګرو سره یوځای په زور سره ناروا اړیکې پاللې.
د نوموړې پلار محمدالله د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي؛ د ینګي قلعه محلي ادارې یې قضیه حل نه کړه او اوس د ملک تاتار په همکاري د تالقانو ښار ته راغلي تر څو یې قضایي ارګانونه ژغ واوري.
خو تورن قوماندان ارباب رؤف بیا پر خپل ځان دا تورونه ردوي او زیاتوي چې یاده ښځه له کوره تښتیدلې او دا یې هم دخپل ځان پر وړاندې د ملک تاتار دسیسه بللې هغه څه چې ملک تاتار یې نه مني.
د تخار د والي ویاند خلیل اسیر هم دموضوع پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دې کسانو دوسیه تر څیړنې لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پر همدې ولسوالۍ کې یوې ۲۷ کلنې میرمنې ادعا کړې وه چې د تاتار څو ساتونکي یې کور ته ور اوښتي او پر یادې میرمنې یې جنسي تیری کړی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د محلي پولیسو له خوا ورته جنایي کړنې زیاتې شوي او محلي ادارې هم پر وړاندې له کوم غبرګون څخه ډډه کوي.



