جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

موږ ولي عبرت نه اخلو؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 18, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
255
ځلې شریک شوی
122
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : عزام حقاني

نړۍ دیو کلي په مثال ده ددي کلي یو جز یا عنصر افغانان هم دي ،
افغانان دنړۍ په کلي کې هغه کور ده چې وخت په وخت له نویو پیښو او حالاتو سره مخ شوی ، په طول دتاریخ کې دا کور او ددي کور وګړي په ارامه نه دي پاته شوي.
کله د هندوانو او سیکانو لخوا ورباندي حملې شوې او کله دمقدوني سکندر لخوا تر تاړاک او یرغل لاندي راغلي او کله هم چنګیزیانو ، انګریزانو ، روسانو او دادی اوس دامریکایانو تر یرغل او سیطرې لاندي په مظلومیت او سختي کې ژوند کوي.
نه پوهیږم دا هیواد ډیر مهم او با ارزښته دی چې د نړۍ هر فرعون ورباندي یوځل خپل بخت ازمویلی؟
او که د دي هیواد خلک ړانده او کاڼه او ډیر ناوسه دي چې د هر ظالم د ظلم ښکار وي.؟
ددواړو سوالونو په جواب کې به ووایم چې ددي هیواد موقیعت او جغرافیه سبب ددي ګرځیدلې چې هر ځبر ځواک یې دلاندي کولو او نیولو کوشش کړی دی.
او بل ددي کور خلک داسي دي چې هر وخت ددوست او دښمن په پیژندلو کې پاته راغلي دي. او په داسي چا پسي روان وو اودي چې اصل کې هغه ددي ناخوالو او مشکلاتو مؤسیسین دي ، او ډیر ژر دچا په تشو خبرو تر تأثیر لاندی راځي او راغلي وو.
پوهان وایې چې هوښیار خلک له خپلو ترخو تجربو سالمه استفاده کوي او له بیا تکرار څخه یې په کلکه ځان ساتي .
خو افغانان دنړۍ هغه بې پنده او عبرت نه اخستونکی قوم ده چې هیڅ له تیرو ترخو تجربو ، واقعاتو او پیښو عبرت نه اخلي او نه هوښیاریږي .
انګریزانو دا هیواد اشغال کړ یو ځل نه بلکي درې ځلي ، خو په هر وار کې به همدا افغانان ورسره همکار او دخپل کور او هیواد په ورانولو کې به یې دانګریزانو مرسته کوله او دهغو په غلامي او باداري کې یې دا هیواد ورانوه چې دا ارمان یې له بادارانو سره خاوري او ګورته یې یووړ.
خو کله چې انګریزان مات شول افغانانو ازادي واخستله خو ویې نشوای ساتلی بلکې همغو انګریزانو د خپلې ماتي انتقام ورڅخه په فکري میدان کې واخیست .
بیا روسان راغلل له څه وخت تیرولو وروسته داهم ولاړل خو افغانان هوښیار نشول او نه یې دوست او دښمن وپیژند.
هغه دښمن چې دا هیواد یې په کنډوله بدل کړ ، یونیم میلون شهیدان یې دلته وکړل ، هغه خپله دجنګ دریشي او ټوپک کیښود دقلم او فکر له لاري یې له افغانانو دخپل شکست او ماتي انتقام یو په درې واخیست هغه هم دافغانانو او بیا مجاهدینو په لاس په خپل منځي جنګونو کې.
خو کله چې الله جل جلاله د افغانانو د قربانیو نتیجه دیو نظام په شکل را ښکاره کړه ، چې هم یې نظام خاوندان کړل او هم د افغانستان په %95 خاوره امنیت قائم شو او نور هم د سوکالۍ او پر مختګ په خوا روان وو .
داچې ددي نظام د قوي کیدو او پرمختګ لپاره ټول افغانان په کار شوي وای خو داسي ونشو! بلکه یو زیات شمیر یې په مخالفت را پورته شول او دامریکایانو لپاره یې لاري پاکولې ، هغه وو چې امریکایانو یرغل راووړ دا هیواد او بچيان یې بیا له یو لوی ناورین او مشکل سره مخ شول او دا دی تر ننه دا غمیزه روانه ده او لانه ده معلومه چې تر کله به وي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

عجیبه لاداده ! !

انتخاباتي پروسې ته اوس هم زیات شمیر افغانان خوشحاله او په دي فکر دي چې دا وار به یو څوک پیداشي چې افغانان له دي مشکلاتو څخه خلاص کړي ، خو دي ځای ته بیا نه ګوري چې داشغال تر سیوري لاندي په طول دتاریخ کې دهغه هیواد دخلکو رایې او خبرې ته ارزښت نه ده ورکړل شوی ، بلکه په اشغال شوي ملک کې انتخابات او دمشر ټاکل د اشغالګرو په خوښه او څوک چې دهغوئ دګټو ښه خوندي کوونکی وي راوستل کیږي او ټاکل کیږي .
چې ښکاره بیلګه یې تیر انتخابات وو چې دافغانانو رأیې او نظر ته هیڅ احترام ونشو بلکه د مشرۍ او زعامت لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکیري په کابل کې د امریکا په سفارت کې دوه کسان انتخاب او د ملي وحدت په نوم حکومت یې رامنځته کړ ،
چې دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناکامه او د پردیو ګټو ته ژمن حکومت ده.

په اخیر کې دا وایم چې افغانان هغه قوم دی چې په هیڅ ډول له تیرو شویو پیښو او حالاتو څخه پند او عبرت نه اخلي.
دتاریخي واقعاتو او پیښو لیکل د همدي لپاره دی چې راتلونکي نسلونه ورڅخه عبرت واخلي او له بیا تکرار څخه یې ځان وساتي.

داسي نه ده چې ټول افغانان تاریخ ته نظر نه کوي بلکي په افغانانو کې هغه غیور خلک هم شته چې هر ځل یې غلیمانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې او ورکوي یې ، او تل په دي هڅه کې دي چې څنګه دا هیواد له ناورینونو څخه خلاص کړو ، خو ددي نورو دغلطیو له امله ټول قوم په مشکل کې راګیر دی .
نو تر هغې پوري به موږ په دغو ستونزو او کړاوونو کې یو تر څو چې په ځانونو کې تغیر او بدلون را نه ولو ، او له تیروشویو خلکو د غلطیو څخه ځانونه وساتو او له ښو کارونو او تجربو څخه یې تقلید ونه کړو ، که نه خلاصون مو ناممکن دی.
لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایی :

إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ الایه[ سورة الرعد: ۱۱]

حقيقت دا دى چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي.
همدارنګه عمر رضی الله عنه وایی:
لایصلح آخر هذه الامة الابماصلح اولها .
یعني په کوم څه چې اولني ددي امت اصلاح شوي په هغو به وروستني هم اصلاح کیږي.

د یو سوکاله او په اسلامي نظام پوښلي افغانستان په هیله ! !
!

لوی ټکي: عبرتوطن
مخکینې مطلب

عقـــــــل څـــــه تـــه وایي!!!

بل مطلب

د محلي پولیس میرمن: ۴میاشتې مې خاوند له خپلو ملګرو سره بدلمنۍ ته هڅولم

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com