(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳۰)
له ننګرهار ولایت څخه خبرونه وایي، چې نن ماښام ۸ بجې د دې ولایت د مرکز جلال آباد د ۵ ناحیې اړوند سیمه کې د رایه ورکوونکیو د یوه مرکز پر ساتونکو وسلوالو برید شوی، چې په کې دوه تنه پولیس ځای پرځای وژل شوي دي.
یاد مرکز د عبدالحق مینې په یوه جومات کې فعال دی.
امنیتي چارواکي وایي؛ بریدګرو له پولیسو څخه دوه میله سلاح هم له ځانه سره وړې
باید وویل شي چې دهیواد په ټولو ولایاتو کې د ثبت نام مرکزونه په ښووځیو، مدارسو او جوماتونو کې جوړ شوي چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې.
د یو شمیر ولایتونو اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې د ویرې له امله مکاتبو ته ماشومان نه شي استولی همداراز جوماتونو ته د لمونځ کولو په خاطر نه شي ورتللای، ځکه دواړو ځایونو په یومخیزه توګه نظامي رنګ اخیستی او انتخاباتي کمپاینرانو پکې له ټول پرسونل سره اړولي.
په جوماتونو او مکاتبو کې د ټاکنیزو مرکزونو ایجاد په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه راپارولي او دا یې یو سپکونکی عمل بللی.


















