عطانور: بلخ کې يواځې درې نيم زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۱) د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور وايي، بلخ شاوخوا درې اعشاريه پنځه ميلیونه وګړي لري خو تر دې دمه د انتخاباتو لپاره يواځې درې نيم زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.
نوموړي وويل، دا ډېره کمه شمېره ده او نيوکه کوي چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو لپاره عام پوهاوی نه دی کړی نو ځکه هم خلک د ټاکنو لپاره نوم ليکنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د خلکو له لوري د نوم ليکنې په بهير کې کمرنګه ګډون اندېښمن کړي او د دغې کمېسيون کمېشنر حفيظ الله هاشمي وايي، دوی تمه لرله چې په تېره يوه اوونۍ کې به ډېر خلک نوملیکنه وکړي خو په دې موده کې يواځې ۱۵۸زره کسانو نوملیکنه کړې چې دا ډېره کمه شمېره ده.
د هاشمي په خبره، په دې شمېره کې تر ټولو زياتو کسانو په کابل کې نوم لیکنه کړې او تر ټولو کمه نوم ليکنه په وردګو کې شوې ده.
هغه وايي، په تېرو انتخاباتو کې د درغليو له کبله خلک بې باوره شوي او ډيری خلک په دې اړه عامه پوهاوي ته اړتيا لري.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د وري د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه پيل او تر يوې مياشتې به دوام وکړي.
خو د شنونکو په باور، په تېرو ټاکنو د خلکو بې باوري، امنيتي مشکلات او د هېواد د ډيری وګړو د تذکيرو نه لرل به د دې لامل شي چې په راتلونکو ټاکنو د خلکو ګډون تر ټاکلې اندازې کم وي او د هېواد زيات شمير وګړي به په ټاکنو کې برخه وانخلي.



