(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱)
د نورو سبزیجاتو او میوو په څیر بادرنګ هم له ګڼو روغتیایي ګټو برخمن دی چې د انسان بدن ته زیاتې صحي ګټې لري.
بادرنګ د،B A, او C ویټامینونو سربیره کلسیوم او پوټاشیم فاسفورس او اوسپنه هم لري چې د ګڼو ستونزو حل بلل کیږي.
د یو شمیر روغتیاپوهان وایي؛ د بادرنګو پرلپسې خوړل د ګردو او مثانې کاڼی هم له منځه وړي.
همداراز دغه میوه له ځانه سره ۹۰ سلنه اوبه لري چې د وجود د ضایع شویو اوبو په تکمیل کې ښه رول لري.
روغتیاپالان وایي چې؛ بادرنګ د زړه د والونو په پاک ساتلو کې مرسته کوي او په رګونو کې د وینې ښه جریان ته لاره هواروي .
همداراز بادرنګ د خیټې تیزاب او خیټه کې د شته دانو د درملنې ،د وینې د فشار په نورمال ساتلو ، د خولې دبد بوي د مخنیوي او د پوټکي روغتیا په ساتلو او بهتره کولو کې مهم رول لوبوي.
روغتیا پالان وایي؛ په بادرنګو کې کلیوریز کم او فایبر په کې زیات دی چې له همدې امله یې خوراک دا ګټه هم لري چې انسان له اندازې زیات خوراک څخه ساتي چې داچاره د وزن په کمولو کې هم رول لري.
روغتیا پوهان وایي؛ په بادرنګو کې شته سیلیکون او سلفر د سر ویښتانو ته وده ورکوي او د تویدو مخه يې نیسي.


















