(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۱)
د ولسي جرګې استازی محمدعلم ایزیدیار وایي؛ د نړۍ ځینو استخباراتي سازمانونو هڅې پیل کړې چې داعش ډله په سوریه او عراق کې تر ماتې وروسته افغانستان ته ولیږدوي،تر څو هلته ترې د منځنۍ آسیا، چین او قفقاز د نا امنه کولو په توګه کار واخلي.
نوموړی وایي؛ په افغانستان کې دامریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو حضور تر ډیره د افغانانو په زیان تمام شوی او په خبره یې “ کومې هیلې مو چې له امریکا څخه درلودې نه دي ترسره شوې.“
ایزیدیار وویل؛ د داعش ډلې د لمنځه وړلو په خاطر د سیمې د هیوادونو او په تیره بیا د شانګهای د غړو هیوادونو همکاري لازمه ده ترڅو دا ډله په ټولیزه توګه منزوي شي.
که څه هم افغانستان د شانګاهای سازمان غړی نه دی خو ایزیدیار له روسیې اوچین څخه چې د دې سازمان غړي هیوادونه دي ، غوښتي چې له افغانستان سره د داعش ډلې په لمنځه وړلو کې همکاري وکړي.
ایزیدیار داسې مهال داڅرګندونې کوي چې داعش ډلې د افغانستان په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې حضور پیدا کړی دی.
تر دې وړاندې د بلخ پخواني والي عطانور، د ننګرهار دخلکو استازي ظاهر قدیر او یو شمیر نورو چارواکو او سیاسي مشرانو داعش ډله د امریکا په ګډون د سیمې د استخباراتو تولید شوې ډله بللې وه چې د دوی په آند، هغوی غواړي په افغانستان کې د جګړو له لارې د لویدیځ ګټې خوندي کړي.
رسنیو ته په ځلونو ولسي خلکو او لوړ پوړو مقاماتو ویلي چې امریکایان د داعش ضده جنګیالیو لومړۍ کرښې بمباروي او د داعشیانو د اکمال تر څنګ د هغوی شتون ته زیات رسنیز تبلیغات کوي ترڅو دهغوی په مټ دلته د خپل اوږدمهاله شتون لپاره بهانې ولټوي


















