افغان چارواکو د دوهم ځل لپاره له چینایي چارواکو د یوې غرنۍ لیوا په جوړولو کې مرسته غوښتې
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي له خپل چينايي سيال سره د بدخشان په پامير سيمه کې د يوې غرنۍ لوا د جوړولو غوښتنه کړې وه خو د چین له خوا ورته کوم مثبت ځواب نه و، ویل شوی. بل پلو د چین استازي بیا هم د دې لیوا پر جوړولو ظاهراً کوم مثبت غبرګون نه دی ښوودلی خو ویلي یې دي چې د افغان پوځ سره نظامي مرستو ته ژمن دي او د سولې د راتګ له پاره یې د یوې سیمیزې اجماع راتګ اړین وباله
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۱)
وروسته تر هغه چې چین د افغانستان په شمال ختیځو برخو کې د یوې لویې پوځي اډې له جوړولو په شا شول او دا خبر یې رسنیز افواهات وبلل، افغان چارواکو یې د حضور د راجلبولو په خاطر د دوهم ځل لپاره یوځل بیا د یوې نظامي لیوا په جوړولو کې مرسته وغوښته.
د ملي یووالي د حکومت د ملي امنیت د سلاکار له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ حنیف اتمر د چین له لوی درستیز “لي زوچینګ” سره وکتل او په یو لړ اقتصادي، امنیتي او نورو اړوند مسایلو یې بحث وکړ.
اتمر د شانګهای د غړو هیوادونو له مرستو په تیره بیا د هوایي ځواکونو لپاره د نظامي تجهیزاتو په برابرولو کې د یاد سازمان نقش مهم و باله او د یاد سازمان له غړو په تیره بیا د چین له هیواد څخه یې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
حنیف اتمر چینایي چارواکو ته په بدخشان کې د میشتو ایغور مسلمانانو او داعشي اتباعو له خوا د ممکنه تحدیداتو یادونه کړې او له دې هیواد څخه یې غوښتي چې د یوې غرنۍ لیوا په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي له خپل چينايي سيال سره د بدخشان په پامير سيمه کې د يوې غرنۍ لوا د جوړولو غوښتنه کړې وه خو د چین له خوا ورته کوم مثبت ځواب نه و، ویل شوی.
بل پلو د چین استازي بیا هم د دې لیوا پر جوړولو ظاهراً کوم مثبت غبرګون نه دی ښوودلی خو ویلي یې دي چې د افغان پوځ سره نظامي مرستو ته ژمن دي او د سولې د راتګ له پاره یې د یوې سیمیزې اجماع راتګ اړین وباله.
اتمر همداراز د افغانستان او چین د نظامي ستراتیژیک ډیالوګ دویم پړاو په ژر پیل ټینګار کړی او له چینايي لوري څخه یې غوښتي چې له خپل افغان سیال سره د خبرو او ډیالوګ د دوام په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
اتمر داسې مهال چین ته خپل سفر کوي چې تر دې څه موده وړاندې یې امریکا او قطر ته هم سفرونه کړي و چې د کتونکو په آند، د نوموړي له دې سفرونو چې څومره توقع کیدله ،دومره لاسته راوړنې یې نه درلودې .
د شنونکو په آند افغان حکومت په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین نظامي حضور راجلب کړي تر څو له یوې خوا دلته د امریکایانو نظامي شتون مشروع بڼه خپله کړي او له بل لوري لویدیځ هیوادونه دپردې ترشا خپلوځانګړو موخو ته ځان ورسوي.
څو میاشتې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړل چې چین غواړي د بدخشان په ولایت کې یو لوی پوځي مرکز جوړ کړي ،امریکا او افغان حکومت یې تود هرکلی کړی و، چې وروسته بیا د چین هیواد له دې اقدام څخه په شا شو او ویې ویل چې دوی په افغانستان کې د هیڅ نظامي مرکز د جوړولو هوډ نه لري



