څیړنه:نړیوالو په افغانستان کې دطالبانو او ولسونو دجلاکولو ټول زور وواهه خوبریالي نه شول
دې ټیم ویلي؛ چې ښځې اګر که له وسلوالو سره هیڅ راز اړیکې نه لري خو دوی خپل ځامن او اقارب هڅوي چې د نړیوالو پر وړاندې د جګړو د لومړیو کرښو ورتګ ته اماده شي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱)
د امریکا څو پوهنتونونو دافغانستان د وضعیت او د طالبانو سره د پراخ ولسي ملاتړ په هکله یوه هر اړخیزه څیړنه کړې چې جوتوي؛ د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه د سلګونو میلیادو ډالرو په مصرفولو سره لاهم نه دي بریالي شوي چې د طالبانو او ولس تر منځ تفرقې ایجاد کړي.
د تسنیم خبري اژانس له قوله د «ییل» او «پرینستون» پوهنتونونو څیړونکو د «مرسی کورپس» په نامه د یوه غیر دولتي سازمان په همکاري د طالبانو او افغان ولس تر منځ د ژورو اړیکو او په دې برخه کې د نړیوالو د تفرقې اچولو په بې دریغه هڅو باندې یوه څیړنه کړې.
د دې څیړندوی پلاوي مشر «کسوکه ایمایی» ویلي؛ کلونه کیږي چې ټول نړیوال قدرتونه په دې باور دي چې د افغانانو اقتصادي مشکلاتو ته په رسیدو سره به هغوی د طالبانو پر وړاندې دریځ خپل کړي او په همدې خاطر یې سلګونه میلیارد ډالر پر افغان ولسونو ولګول چې لا هم د دې مرستو کومه مثبته نتیجه نه لیدل کیږي او ولسونه اوس هم د طالبانو راتګ ته هرکلی کوي.
دا څیړنه ښیي چې د طالبانو د ملاتړ کمولو لپاره په سویلي ولایت کندهار کې له ولسي خلکو سره د مالي مرستو کولو د طالبانو محبوبیت نه دی کم کړی او اوس هم هلته دا ډله د ولسونو په مټ پراخ پوښښ لري.
د یاد پلاوي یو بل مشر«جیسن لایل» ویلي؛ که څه هم مرستو د افغانانو ژوند یوڅه ښه کړی خو د طالبانو اغیز لا هم پرځای پاتې او دې مرستو د امریکا محبوبیت د ولسونو په زړونو کې هیڅ نه دی ټینګ کړی.
دا څیړنه څو کاله وړاندې پیل شوه تر څو معلومه کړي چې د امریکا مرستو افغان ولسونه څومره جلب کړي او څومره یې د طالبانو پرضد پاڅون ته هڅولي.
دې ټیم ویلي؛ چې ښځې اګر که له وسلوالو سره هیڅ راز اړیکې نه لري خو دوی خپل ځامن او اقارب هڅوي چې د نړیوالو پر وړاندې د جګړو د لومړیو کرښو ورتګ ته اماده شي.
یاد راپور کې راغلي چې د دې څیړندونکي ټیم غړي پنټاګون ته رسیدلي تر څو خپلې ترسره شوې څیړنې له نږدې له چارواکو سره شریکې کړي.



