د تکواندو ملي لوبغاړو د درې هېوادونو خپل سيالان مات کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۱) د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د ايران، پاکستان او عراق تکواندو ټيمونو ته ماتې ورکړه.

د تکواندو د ملي ټيم روزونکی بشیر ترکي وايي، د ملي ټيم لوبغاړو دغه بريا د تکواندو په ۲۹ پړاو نړيوالو سياليو کې ترلاسه کړې.

د ترکي په خبره، اوس مهال د ایران په ده فجر سياليو کې د دولس هېوادونو لوبغاړي برخه لري او تمه ده چې افغانستان به پکې مهم مډالونه خپل کړي.

په دې سياليو کې شپاړلس افغان لوبغاړو ګډون کړی چې نن يې د لوبو لومړۍ ورځ وه.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو تر دې مخکې هم د ايران په ده فجر سياليو کې لوبې ګټلې چې مهم مډالونه يې ترلاسه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button