دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

مـسـئـولـیت پـيـژنـدنـه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 21, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
82
ځلې شریک شوی
279
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: م فــدامـحـمـد “فـیـضـان”

انسان یو مسئول او مکلف مخلوق دی ، چې الله تعالی په ډیرو شیانو مکلف کړی دی ، نو هر څوک باید ځان غیر مسئول ونه بولې ، بلکې ټول دیني او دنیوي مسئولیتونه لومړی وپیژني او بیا یې په سمه توګه تر سره کړي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

مسئولیتونه په درې (۳) قسمه د ي:
(۱) فردي مسئولیت،
(۲) دکورنۍ اړوند مسئولیت،
(۳) اجتماعي مسئولیت،

(۱) دانسان فردي یا شخصي مسئولیت دادی :
چې د خپل سیرت او صحت اصلاح او ساتنې ته توجه وکړي ، خپله عقیده او عمل د الله تعالی په لاره برابر کړي ، خپل ظاهر او باطن اصلاح کړي ، خپل بدن ، عقل ، حواس ، چې الله تعالی ورکړي دا یو امانت دی ، او دا امانت باید په سمه لار کې مصرف کړي ، له ګناهونو او ټولو هغو کارونو چې انسان په دنیا او اخرت کې له ذلت سره مخ کوي باید ځان وساتي او خپل ځان یوازي دالله تعالی په لار ه کې مصرف کړي.

(۲) دیو مکلف شخص کورنۍ مسئولیت دادی:
چې خپل اهل او عیال وړونه ، اولادونه او ټول دکورنی نارینه او ښځینه اعضاء باید سمې لارې ته هدایت کړي ، دهغوئ ددنیا او اخرت د نیکمرغه کولو لپاره هڅه وکړي ، ځکه کورنۍ هم په انسان باندي حق لري ، لکه الله تعالی چې فرمایې

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا قُوٓا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ . (سُوۡرَةُ التّحْریم : 6)
ژباړه.
اې مؤمنانو ! خپل ځانونه ، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چي د سون مواد به يې انسانان او تیږي وي؛ پر هغه به غوسه ناکي ، سخت زړې پرښتې څارونکي وي ، چي هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر نه غړوي او هر امر چي ورته کیږي، هغه به په ځاى راوړي.

دلته چې الله تعالی دمؤمن د ځان د ذکر کولو وروسته اهل او عیال ذکر کوي، نو معلومیږي چې د خپل ځان د اصلاح وروسته دکورنۍ او اهل او اولاد په اړه هم هر څوک مسئولیت لري ، چې باید د هدایت او دنیکمرغۍ لپاره کوشش وکړي دکورنۍ داصلاح لپاره باید هر څوک په کور کې د علم او تقوا د خپرولو کوښښ وکړي ، له حرامو څخه خپل ځان او قریبان وساتي ، ځکه حرام او مردار رزق د ټولو بدبختیو منبع ده ، چې باید هر څوک ځان ترې وساتي ،

(۳) دمکلف مؤمن اجتماعي مسئولیت دادی :
په هر مسلمان لازمه ده چې باید د مسلمانانو د اجتماعي خیر خواهي او هدایت لپاره تلاش وکړي ، مؤمن ته جائز نده چې یوازې دخپل ځان او کورنۍ غم وخوري او نور داسلام او دکفر دمقابلې څخه ځان نا خبره او بې پروا واچوي او دمسلمانانو اجتماعي ستونزې هیري کړي ؛ بلکې هر مسلمان باید د نورو عامو مسلمانانو په مشکلاتو کې فکر وکړي او د اسلام په درد باید دردمن شي او دمسلمانانو او عامو لویو ستونزو د له منځه وړولو لپاره لاس په کار شي .

په دې برخه کې اوس یو لوی اجتماعي دیني مسئولیت چې مسلمانانو ته راجع دی هغه د هغو کفارو په مقابل کې جهاد دی چې دمسلمانانو وطنونه یې اشغال کړي دي او غواړي چې زمونږ عقیده او فکر را تحریف کړي او راتلونکي نسلونه مو ګمراه کړي ،
جهاد او د اسلامي نظام رامنځته کولو ته باید هر مسلمان دیوه لوی مسئولیت په نظر وګوري، ځینې خلک جهاد یوازې په دې فکر کوي ، چې بس هسې ژر شهید سي ، او د دنیا له غمو دې بې غمه شي ، ځینې بیا دا فکر کوي چې جهاد راباندي فرض دی نو ځکه یې کوم ، کله چې جهاد ختم شي نو بیا به ګوښه توب اختیاره وم.
خو دوئ باید پوه شې چې جهاد پخپله هدف ندی ؛ بلکې یو وسیله ده، اصل کې دمسلمانانو ستر هدف د الله تعالی د کلمې لوړ والۍ او د یو صالح اسلامي نظام جوړول دي تر څو مسلمانانو ته خدمت وکړي ، مسلمان باید د همدې لپاره مبارزه وکړي ، دمجاهد هدف باید د اسلام خدمت ، دمسلمانانو سر لوړي ، او د قرآن حاکمیت وي په دې لاره که مرګ ورته راځي نو مرګ یې شهادت دی د مجاهد غرض له جهاد څخه باید ځان قرباني کول نه وي ،ځکه ځان قرباني کول پخپله هدف ندی بلکې د هدف په لاره کې یو مرحله ده ،
نو د مسئولیت پېژندل خورا مهم دی چې هر چاته په هر وخت کې باید خپل مسئولیت او مکلفیت معلوم وي چې کوم کار باید وکړم او زما مکلفیت څه دی.

مخکینې مطلب

 څیړنه:نړیوالو په افغانستان کې دطالبانو او ولسونو دجلاکولو ټول زور وواهه خوبریالي نه شول

بل مطلب

د مشرانو جرګې اقتصاد کمېسيون: د نړيوالې ټولنې ميليونونه ډالره مرستې حيف و ميل شوي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com