ولسمشر غني ټاکنو کمېسيون ته امر کړی چې له دې وروسته د ثبت شويو کسانو شمېر رسنيو سره شريک نه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۱) د ولسي جرګې غړي اجرائيه رياست او يو شمير سياسي چارواکي نيوکه کوي چې په هېواد کې د انتخاباتو لپاره د نومليکنې بهير بې خونده روان دی او ډیری خلک له نومليکنې ډډه کوي.

که څه هم يوه اوونۍ تېرېږي چې په هېواد کې د ټاکنو لپاره د نومليکنې بهير پيل شوی خو د ټاکنو کمېسيون غړي وايي تر دې دمه په ټول هېواد کې يواځې ۱۸۹زره  کسانو نومليکنه کړې چې دا شمېره د دوی له اټکله ډېره کمه ده.

طلوع نيوز ته د ټاکنو کمېسيون د ولايتي شورا رئيسانو ويلي، چې د ولسمشر غني په امر د ټاکنو کمېسيون د مشرانو له خوا ورته ويل شوي چې له دې وروسته د نومليکنې شمېره له رسنيو سره شريکه نه کړي.

تر اوسه د دې لامل نه دی په ډاګه شوی چې ولې د هغو کسانو شمېره له رسنيو پټه ساتل کېږي چې نومليکنه يې کړې وي.

د ولایتي شورا غړي وايي، د نومليکنې شمېره پټول له خلکو سره خيانت دی او بايد د ټاکنو کمېسيون له رسنيو سره يادې شمېرې شريکې کړي.

د چارو شنونکي دغې کار ته د شک په نظر ګوري وايي، که شمېرې پټې شي نو يوځل بيا به د تېرو ټاکنو په څېر درغلۍ وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله وويل که د نومليکنې بهير همداسې ناکام روان وي نو ټاکنې به تر سوال لاندې راشي او ښايي د هېواد سياسي وضعيت له سترو ننګونو او ګواښ سره مخ شي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار بنسټونه هم دغه ستونزه تاييدوي وايي، چې له دوی د هغو کسانو شمېر پټ ساتل کېږي چې نومليکنه يې کړې وي.

نن د ولسي جرګې په غونډه کې د جرګې يو شمير استازو وويل: د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره نوم لېکنه رڼه نه ده او په دې اړه به دوی اضطراري غونډه جوړوي.

د ازادو ټاکنو د بنسټ اجرايه مشر یوسف رشيد وايي، څارونکو د ټاکنو په مرکزونو کې له انځور اخيستو منع کړي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور ويلي و، د دغې ولايت په درې اعشاريه پنځه ميليونه وګړو کې يواځې درې نيم زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button