لیکوال : محمد زبیر هاشمي
بدمرغې داده چې موږ مسلمانان خپلې ورور ولي په اهمیت نه پوهیږو، څه خلک فکري اشغال ځپلي دي بدګماني کوي په خپل مسلمان ورور باندی ځنی خلک د نا پوهي له امله دغه لوی نعمت څخه محرومه دي او ځنی په ټولو مانا باندی ښه پوهيږي خو غفلت نیولي یا خپل شیطاني خواهشتاتو پورکولو لپاره دغه پاکه ورور ولي ترې پاتي ده .
اسلام مبین دین د ورور ولي ټولې لارښونې ښودلي دي چې په یو ټولنه کې به څنګه وخت تیر وی، په خپلو منځو کې کوم شان تعلق وي، مسلمان ورور باندی تکلیف وی څه به کوی.
دغه لارښونې الله تعالی په قران کې خپلو بندګانو ته پور ښودلي چې اسلامي معاصر کې داسي ژوندی وکړئ همداسي نبي علیه السلام خپل امت ته پوره لارښونه کړي ده چې د احادیثو کتابونو ترې ډګ دي.
نبي علیه السلام سیرت وګوري نو ډیر پاملرنه يې خپل منځي ورور ولي ته کړي ده ځکه نبي علیه السلام ته دا پته لږدلي وه ، که چیر مسلمانانو خپل منځ ورور ولي کمزوره کړي نو ذلیل به شي ، لکه دغې زمانې مسلمانان په یو ځای کې مسلمانانو ورڼو باندی کفار اور بل کړی سوځوي بل ځای کې مسلمان کفار سره دوستي کوي بیلګې يې لمر غوندې ښکار دي ګوته کولو ته يې ضرورت نشته دی او د اسلامي ټولنې ځانته مشران وايي هغه هم کفارو سره هر قسم دوستي او مرستې ورسره کوي .
که اوس وخت د مسلمانانو حالاتو ته وګورو، مسلمانان په ډیر ذلالت کې وخت تیر وي چیرته يې يهود وژني چیرته یې نصارا وژنې او کافر ملحد خپلې ظلم چړې دمسلمانانو په غوښو کې یخی کړی .
مسلمانانو صرف دغه خبر ځان ته غنمت ګڼلی ده چې ځه په ماخو دغه حالات نه دي او ځان په خپل دوکه کوي، حال دا چې مسلمانانو اقتصاد ډیر ښه دی له نور ملحدینو څخه ، ټکنالوجی يې هم ښه ده نفوس يې هم زیات دی خو بد مرغې يې دا چې دوی خپله ورور ولي نه پژني.
دغه اسلامي ورور ولي زه ستاسو ته څیړمه قران او د حدیثو په رڼا کې دلوی څښتن تعالی په توفیق سره چې اسلامي ټولنه کې ورور ولي ژوند څنګه کیږي.


















