(کابل ټکی کام ۲۳۹۷ غویی۲)
د هیواد د پلازمینې کابل د مسعود څلورلاري اړوند سیمه کې یو ځل بیا امریکایي ځواکونو یوه ماشومه انجلۍ په زغروال ټانګ وهلی او ځای پرځای یې وژلی دی.
یاده پیښه نن غرمه مهال رامنځته شوې چې د عیني شاهدانو په وینا امریکایانو له پیښې سمدستي وروسته سیمه پریښې او د ماشومې پر وژلو یې د بشري خواخوږي هیڅ کوم احساس نه دی کړی.
د دې پیښې په تړاو د امریکایانو دغه سپک چلند دسیمې خلک را وپارول او سلګونو کسانو په یاده سیمه کې د قهرجن لاریون په ترسره کولو سره دا څلور لاری د ترافیکو پرمخ تر ماښامه تړلی و .
عيني شاهدان وایي؛ د دې پېښې په سبب د هوايي ډګر عمومي واټ هم د څه وخت لپاره وتړل شو.
له سیمې څخه ځینو کسانو رسنیو ته ویلي چې د بهرنیانو پرضد لاریون کې یو شمیر لاریونوال د امنیتي ځواکونو له خوا سخت وهل شوي تر څو لاریون وپاشل شي.
د کابل امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي مني چې یاده پیښه د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوې خو زیاتوي چې دوی به یې څیړنې وکړي او وروسته به یې جزئیات رسنیز کړي.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا پیښه داسې مهال ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې بهرنیانو پر خپل زغروال ټانګ دوه ماشومان وهلي و، چې سمدلاسه له کوم تفتیش او د وژل شویو ماشومانو د جسدونو له پورته کولو پرته له سیمې ولاړل.


















