یمن: د سعودي ایتلاف په بمباریو کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۳)

د سعودي ائتلاف له خوا د یمن په جګړو کې یوځل بیا هوایي بریدونو زور اخیستی چې د مخالف لوري جګړې هم ورسره توندې شوې دي.
تیره ورځ د سعودي په مشرۍ د عرب هیوادونو د ایتلاف الوتکو د یمن د الحجه ښارګوټي اړوند د بني قیس په سیمه کې د یو واده پر مراسمو بمبارۍ کړې چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
تر برید وروسته د یمن د الجمهوري روغتون له خلکو څخه د وینې غوښتنې کمپاین پیل کړی ترڅو ټپي کسانو ته وینه پیدا کړي.

امنیتي چارواکي وایي؛ په بمبارۍ کې د ۷ وژل او د ۱۵ نورو دټپي میدو پخلی کوي خو ځینې نورې سرچینې بیا وایي چې په برید کې ټولټال ۴۰ تنه مړه او ژوبل دي چې په کې د یوې کورنۍ ۵ غړي هم وژل شوي دي.

برید داسې مهال شوی چې تیره ورځ د یمن حوثي یاغیانو پر سعودي د بالیستیک توغندي برید وکړ چې د هغه هیواد د دفاعي سیستم په توسط خنثا کړل شو
د سعودي په مشرۍ د عربو ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې پر یمن بریدونه پیل کړل او لاهم دا بریدونه دوام لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button