هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

شعر/  درویش «دراني»

بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه

خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه

يه مرګيه! ماشومان مې راته خاندي

سره پريږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي

لمر، سپوږمۍ، ستوري، بريښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ

يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هديرو کې وي درويشه!

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button