ليکنه: سيداحمد «سامع »
علم د پوهيدلو،يقين کولو، پېژندلواويادولو په معناسره راغلی دی. ښونه دطلب کولو،يادولواودپوهيدلوپه معنا سره راغلې ده. اصطلاحا يې محقيقين داسې تعريفوي : العلم نور والجهل ظلمة . يعنې علم رڼااوجَهل تياره ده. ښوونه (تعليم) هغې ته ويل کيږي چې له چا څحه علم يادکړې اويا چا ته علم ورزده کړې تر څودهغوی په سلوک او کړنو کې بدلون منځ ته راشي . علم په حقيقت کې دمفهومونو يادول دي اومفهوم دشيانو ، اشخاصو او د ټولو ژونديو موجوداتو د نمونو يادلو ته ويل کيږي . څښتن تعالی د ټولو انسانانو پلار آدم (ع) ته لومړی د يادلو امر وفرمايلو : (( وعلم آدم الاسماء کلها)) ژباړه : (خدای (ج) آدم (ع) ته دټولو شيانو نمونه ورزده کړل ) په حقيقت کې دغه ټول نمونه او دعلم بېلا بيلې څانګې ورته يادې کړې اوقرانکريم دهغې يادول په اسلام کې ځانکړی اهميت او اغېزه لري . د اسلام دين خپل پيروان د بېلا بېلو علومو زده کولو ته هڅوي او ورته رابلي يې تر څو مسلمانان علم حاصل کړي . او ددې علم په وسيله خپل ژوند لوړو درجو ته ورسوي خپل مطلب او صحي لاره راونسي او له بې لارۍ څخه لري ولاړ شي. همدا شان د حق او باطل تر منځ توپير يا په بل عبارت د رڼا او تيارې تر منځ توپير د علم او پوهې پرته ډېر مشکل کار دی . د علم او پوهې مقام او رتبه د لومړنۍ او آسماني وحې څخه معلوميږی. په هغه ځای کې چې لوی څښتن تعالی د جبرايل امين په واسطه ستر لارښود حضرت محمد (ص) ته وفرمایل : اقرا باسم ربک الذی خلق (۱) خلق الانسان من علق (۲) اقراوربک الاکرم (۳) الذی علم بالقلم (۴) علم الانسان مالم یعلم (۵) …. ژباړه : ولوله! په نوم درب خپل چې پيداکونکی دی، پيدايې کړانسان دټوټې دوينې څخه، ولوله ستارب کريم دی ، هغه چاچې علم دقلم په واسطه علم وښوده او ويې ښودل انسان ته هغه څه چې پرې نه پوهيده. خدای(ج) خپل پېغمبرصلی الله عليه وسلم په لوستلو پوه او ورته ياد يې کړل او دعلم ،پوهې او قلم رتبه او منزلت يې ورته بيان کړل ان تر دې چې وحې ورته راغله چې مسلمانانو ته تعليم ورکړي؛ نو معلومه شوه چې ښوونه او روزنه د علم پرته مخکې نشي تلای . نو مونږ ويلای شو چې دمسلمانانو لومړنی تربيت ورکونکی او لارښود(ښوونکی) حضرت محمد(ص)دی قرآن کريم اسماني کتاب دی او ټول اسلامي احکام اوقوانين پکې بيان شوی دي. دعلم او تعليم په اړه ډېر زيات آياتونه راغلي دي پس دعلم او تعليم لپاره يې خلک هڅولي دي او دناپوهۍ او جهل څخه يې منع را وړې ده.
لوی څښتن تعالی امر کوي چې له هرې ډلې څخه ياست دعلم دلاسته راوړنې لپاره له خپلو کورونو څخه ووځئ ؛((فلولا نفر من کل فرقة منهم طا ءفة ليتفقهوا فی الدين و لينذرواقومهم اذا رجعوااليهم لعلهم يحذرون ……..))
ژباړه : پس ولې له هرې ډلې څخه يو ټولګی نه وځي ددې لپاره چې په ديني اموروکې پوهه حاصله کړي او خپل قوم له دغه بدو اعمالو څخه وويروي په هغه وخت کې دوی راوګرځيږي تر دې چې دوی وويريږی. الله(ج)دپوهې او علم په واسته دبنده ګانو مقام ډيرلوړ کړی دی .
څښتن تعالی په دی اړه فرمايي: ((يرفع الله الذين آمنومنکم والذين اوتواالعلم درجات ))
ژباړه: الله(ج) دهغه کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړی وي له تاسونه او هغه چاته چې يې علم ورکړی وي درجې ورکوي . په بل ځای کې دعلما وداهميت په اړه څومره ښه فرمايي ((قل هل يستوی الذين يعلمون والذين لا يعلمون))
ژباړه: وورته ووايه اي پېغمبره! آيا برابردي هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي.؟ داسلام ښکلی دين علم له رڼا او نا پوهې يې له تيارې سره مشابه کړی ده. الله(ج) فرمايي: ((قل هل يستوی الاعمی والبصيرام هل يستوی الظلمات والنور.)) ژباړه : ووته ووايه چې آيا برابردی ړوند او هغه کسان چې ليدل کولای شي اوآيا برابره ده تياره له رڼا سره.؟ (( وما يستوی الاعمی ولا الظلمات ولا النور)) ژباړه: اوهيڅکله ړوند اوبينا برابرنه دی او نه هم تياره اورڼاسره برابره ده. په بل ځای کې الله(ج) علم دډیرخير او برکت سره مشابه کړی دی. فرمايي ((ومن يوت الحکمتة فقد اوتيی خیراکثيرا)) ژباړه: او هر هغه چاته چې حکمت ورکړل شوپه تحقيق سره هغه ته ډيرخير اوبرکت ورکړل شو.
په بل ځای کی الله(ج) فرمايلي دي ((هوالذی بعث فی الامين رسولا منهم يتلو عليهم آياته ویزکيهم ويعلمهم الکتاب والحکمة )) ژباړه: الله(ج) هغه ذات دی چې ليږلی يې دی په آميانو کې يو رسول ددوی له جنسه چې لولي به دوی ته آيتونه دهغه او پاک کړی دوی لره او وښايي دوی لره قرآن او سنت او حکمت علماء او پوهان دلويی مرتبی خاوندان دی خدای(ج) دغه کسان له تکبر نه خلاص کړي دي. (( وفوق کل ذی علم عليم)) ژباړه: او دپاسه دهر علم بل عالم شته. حضرت پېغمبر (ص) مسلمانان دعلم اوپوهې ديادولولپاره هڅولي دی او دهغې يادول يې په هر مسلمان نارينه او مسلمانه ښځې باندې فرض کړی دی او دديني علومو پوهه يې له خيرسره تعبيرکړی ده .((ومن يرد الله به خيرا يفقهه فی الدين وانما العلم با تعلم.)) ژباړه : هرهغه چاته چی الله(ج) دخير اراده وکړي په دين کې پوهه ورکړي او هر وخت علم په يادولو سره حاصليږي . په بل ځای کې حضرت محمد(ص) فرمايي: ((انه ليستغفرللعام من فی السموات ومن فی الارض حتی الحيتان فی البحر.)) ژباړه: او خامخا بښنه او مغفرت غواړي دعالم لپاره هغه مخلوقات چې په آسمانونواو ځمکوکې دی تر دې پورې چې ماهيان ورته په اوبوکې د بښنې دعا کوي.((ان الله لا ينتزع العلم من الناس انتزاعا ولکن يقبض العلماء فيرفع العلم معهم فی الناس روساء جهالنا يفتونهم بغيرعلم فيضلون ويضلون.))
ژباړه: په تحقيق سره الله(ج) علم نه اخلي د خلکونه په اخيستلو سره خو کله چې عالم وفات کيږي نو علم هم ورسره ختميږي او دخلکو په مينځ کی جاهل مشران پاتې کيږي چې خلکو ته بغير دعلم فتوی ورکوي چې په هغې سره ځان هم ګمراه کړي او نور هم ګمراه کړي. همدغه شان هر مسلمان نارينه اوښځه او هم يې بچيان د علم يادولو ته کيني چې علم زده کړي همداشان اسلامي هېوادونه شرعي او ملي دنده لري چې د نارينه او ښځولپاره دتحصيل زمينه برابره کړي له يوی خوا به يې مسوليت پوره شي او له بلې خوابه ښوونه او روزنه ښه راتلونکی ولری او له فرهنګ سره به برابرکارشي.داوسنۍ دنيا دترقۍ او پرمختګ يولامل دټولو نه زياتوالی د طبقو ښايست او روښنايي ده همدغه شی دی چې د روزګار پيښوته يې بدلون ورکړی او له هغېنه دهغوی په ګټه ښه استفاده کوي . مسلمانان بايد له دی نعمت څخه محروم (بې برخی ) نشي بايد هغوی د استعداد له نظره په بیلابيلو برخوکی وروزل شي او دولت مکلف دی چې هغوی د استعداد له مخې په کارواچوي خدای(ج) فرمایي: ((ان الله يامرکم ان تودوا الامانات الی اهلها)) ژباړه : بيشکه الله(ج) تاسوته امرکوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ .
د اسلام سپېڅلی دين د زامنو او لورګانو د پوهې او کسب په يادلوکې ممانعت نه کوي پدې شرط چه د اسلام ګران بيه قوانين پکې عملي شي خو چه د زموږه په اوسنۍ ټولنه کې يو څه تعداد پوهان له هغې څخه بې خبره دی کوم چی د دښځې د تعليم مخالف دی خو دغه عقيده ا و مفکوره له علم او پوهې څخه نده ؛بلکې دا عقيده غير له دلايلو څخه ده د اسلام ټول عالی احکام او دستورونه د هغه وچو احساساتو له منځ څخه پاک دی .لکه څنګه چې په اسلامي تاريخ کی ليدل کيږی چه د درس حلقې د اسلام په لمړنيو دورو کې هم موجودې وې . چې داسلامي علومو د تبليغ او د هغې رواجولو لپاره يې کوښښ کاوؤ زموږ لپاره تر ټولو غوره اسباط د نبي (ع) د وخت اصحاب صفه وؤ چه خپل ټول ژوند يې د ياولو او نوروته د ښودلو لپاره ځانګړی کړی و .
د خلفای راشيدينو په خت کې د دين او اسلامی علومو د تبليغ او ترويج (رواجولو ) لپاره ډيره زياته مقابله او هڅه شوې ده . چې د هغوی له هڅو جملی څخه يو هم د قرانګريم راټولول دی . چی په يو کتاب کی يی راټول کړ پدی کار سره له يو ی خوا د ټول قرانکريم ساتنه وشوه او له بلی خوا د هغی يادول آسانه شول چه د تدريس لپاره پکی هم ډيره آسانتيا راغلی ده . پدی اړه پيغمبر (ص) څه ښه فرمايلي دي : ((خيرکم من تعلم القران وعلمه )) ژباړه : په تاسو کی بهتره هغه څوک دی چی په خپله قران زده کړی او نورو ته يی هم وښيی .صحابه کرامو د حضرت محمد(ص) په طريقو او تابعدارۍ کی ډير زحمت ګاله تر څو مسلمانان خبرکړي همدالامل و، چې دځمکی هر کونج ته اسلام ورسيد ترڅوخلک په تعليم کې هڅه وکړي. له خلفاء راشيدينوڅخه وروسته امويانو دبيلابيلو علمونو درواجولولپاره علمی او فرهنګی مرکزونه مينځ ته راوړل همداشان دعباسيانو دوره دعلم اومعارف له نظره په اسلامی تاريخ کی غوره دوره شميرل کيږی.
کله چې دنظام الملک دسلطنت په وخت کې دمدارسو درسمی کيدو اعلان وشو چی تعليم وړيادی او شاګردانوته به يو څه تنخوا هم ورکول کيده په اسلامی نظام کی تعليم کول دټولوخلکو لپاره يو شان دی چی دامير او غريب اولاد هيڅ توپيرنه لري. داسلام ښکلی دين پرته له دې چې خلک پوهی او کسب ته وهڅوی تردی پوری هغه کسان چې علم د خلکو نه پټ ساتي د هغوی په اړه ستر لارښود داسی فرمايلي دي: ((من سئل عن علم فکتمه الجمه الله بلجام من نار يوم القيمة.)) ژباړه: دهغه چا نه دعلم (پوهې ) په اړه پوښتنه وشی او هغه پټه کړی (په داسی حال کی چی دا ښه پوهيږی )نو الله (ج) به دقيامت په ورځ داورکړۍ (دآس دقيضی په شان) په خوله کې ورواچوي . لکه څنګه چی داسلام دښمنان پدې اړه ډيربد تبليغات کوی چې داسلام دين دعلم او پرمختګ مخالف دی خو په حقيقت کی دغه ډول نظريه هيڅ ډول واقعيت نه لري؛ بلکې داسلام دښمنان له مسلمانانو څخه په ډيره ويره کې دی. داسلام دين غير له دې نه چې علم ته ارزښت ورکړی؛ بلکې هغه کسان چی دعلم تحصيل کوی هغوی هڅوی او هغوی اه مکافات ورکوی آن تر دی چی له نورو څخه هم غواړی چی هغوی ته دعزت او درناوی په سترګه وګوری پيغمبر(ص) په دی اړه داسی فرمايلي دي: ((من سلک طريقا يطلب فيه علما سلک الله به طريقا من طرق الجنة وان الملايکة لتضع اجنحتها رضا لطالب العلم وان العالم ليستغفرله من فی السموات والارض والحيتان فی جوف الماء وان فضل العالم علې العابد کفضل القمر ليله البدر علې ساﺋرالکواکب وان العلماء ورثة الانبياء وان الانبياء لم يورثوا دينارا ولا درهمها وانما ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر))
ژباړه : هغه څوک چې پداسې لاره کې ووځي چې دعلم طلب پکې وي الله(ج) هغه ته دجنت لاره آسانه کوی او ټولی پرښتی دهغه لپاره خپلی وزری غوړوی دطالب العلم درضا کولو لپاره او دعالم لپاره دعا دبښنی غواړی هغه څوک چی په ځمکه او آسمانونو کی دی آن تر دی چی ماهيان ورته په اوبو کی د مغفرت دعا غواړی او دعالم غوره والی په عبادت کوونکی لکه دڅوارلسمی دسپوږمۍ رڼا چی په ستورووی اودغه علما د انبياوؤ وارثان دی او پيغمبرانو درحم او دينار په ميراث کې نه دی پريښی مګر علم يی په ميراث کی پيريښی دی او هر چاه چی دغه علم حاصل کړ هغوی پوره کاميابي حاصله کړه . دغه ټول کارونه په اسلامي شرعت کې دپوهې او کسب دپاره دي؛ خو په خواشينی بايد ووايو چی د مسلمانانو په منځ کې ډير خلک دقرانکريم په لوستلو اوپه اړينو مسايلو له پوهيدو څخه عاجز دی او همدا يو جدي خطر دی او داسلامي علما وؤ ته نه ښايی چې په هغې کې سستي وکړي .















