(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) نن سهار د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر دوهم کنډک سرتيری برید وشو چې له کبله يې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وويل، په دې بريد کې د څلورو ملکيانو د وژل کېدو سربيره يواځې يو عسکر وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې برید د دوی یو تن سرتيري بريدګر (رحمت الله هلمندي) له لوري شوی چې په ترڅ کې يې پوځي په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.
د احمدي په خبره، د بريد له کبل دوه ټانګونه او درې رينجر موټران ويجاړ شوي او د مهمو مشرانو په ګډون نهه ويشت عسکر وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.


















